د بلوچستان خاوره  وطن سره د وفا، قربانۍ او پاکستان سره د لازواله مينې ګواه ده، وزيراعليٰ

  کوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي وئيلي دي د بلوچستان خاوره تل د وطن سره د وفا، قربانۍ او پاکستان سره د غېر متزلزل مينې ګواه پاتي ده٬ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ميرسرفرازبګټي ووئيل د آزادۍ ورځ په موقع وړاندې كېدونكې ښائسته  پېرزوئنې د بلوچستان اولس د حقيقي جذبې او وطن سره د مينې عكاسي كوي۔ مير سرفراز بګټي …

 

کوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي وئيلي دي د بلوچستان خاوره تل د وطن سره د وفا، قربانۍ او پاکستان سره د غېر متزلزل مينې ګواه پاتي ده٬ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ميرسرفرازبګټي ووئيل د آزادۍ ورځ په موقع وړاندې كېدونكې ښائسته  پېرزوئنې د بلوچستان اولس د حقيقي جذبې او وطن سره د مينې عكاسي كوي۔ مير سرفراز بګټي ووئيل د پاکستان د آزادۍ  نعمتونه په خوشحالۍ لمانځلو سره مونږ ته د خپلو مشرانو او شهيدانو قربانۍ ياد ساتل پكار دي چا چې د هېواد سلامتيا او سرلوړۍ لپاره قربانۍ وركړې دي۔ وزيراعليٰ په دې موقع خپل پېغام كښې د پاکستان زنده بادا نعره هم اووهله۔