کوئټه ۔ 10 اګست (اے پی پی) د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه ترمينځه په مكه مكرمه كښی د لاس ليك شوې تاريخي دفاعي لوظنامې هركلي په توګه په ډپټي كمشنر هاؤس ډېره بګټي كښې د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه بېرغونه هسك كړے شول۔ په دې موقع ډپټی کمشنر نارتھ ډېرہ بګټي ریاض احمد داوړ ووئيل په مكه مكرمه كښې لاس ليك شوې دفاعي لوظنامه د پاکستان، …
ډپټي كمشنر هاؤس ډېره بګټي كښې د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه بېرغونه هسك كړے شول

مزید خبریں
کوئټه ۔ 10 اګست (اے پی پی) د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه ترمينځه په مكه مكرمه كښی د لاس ليك شوې تاريخي دفاعي لوظنامې هركلي په توګه په ډپټي كمشنر هاؤس ډېره بګټي كښې د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه بېرغونه هسك كړے شول۔ په دې موقع ډپټی کمشنر نارتھ ډېرہ بګټي ریاض احمد داوړ ووئيل په مكه مكرمه كښې لاس ليك شوې دفاعي لوظنامه د پاکستان، سعودي عربستان او تركيه ترمينځه د مضبوطو اړيكو او باور عكاسي كوي۔ ده ووئيل دا تاريخي لوظنامه به د درېو واړو هېوادونو دفاعي همكاري لا مضبوطولو سره سره په منطقه كښی امن ٬ سلامتيا او استحكام ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د پاکستان، سعودي عربستان او تركيه اولس د مذهب ٬ ورورولۍ او احترام په مضبوطو خپلولو يو بل سره تړلي دي۔ رياض احمد داوړ ووئيل په ډپټی کمشنر هاؤس د د درېو واړو هېوادونو قامي بېرغونه هسك كول په تاريخي لوظنامه د خوشحالۍ او ورونړو هېوادونو سره د يو والي څرګندونه ده۔











