لندن10اګست (اے پي پي)امريکا به په آبنائے هرمز كښې د جهاز رانۍ بحالۍ سره اړوندې لوظنامې ته له رسېدو وروستو د ايران بندرځايونو څخه بندېزونه لرې كړي۔ رائټرز د سپېنې ماټۍ ذريعو حوالې سره وئيلي چې څه وخت د تجارتي جهاز رانۍ د بحالۍ تړون اعلان شي امريكا به د ايران د بندرځايونو ناكه بندي ختمه كړي۔ د سپېنې ماڼۍ ذريعو په دې خبره زور راوړې چې نور امريكائي …
آبنائے هرمز كښې د جهاز رانۍ بحالولو تړون اعلان سره به امريكا د ايران د بندرځايونه ناكه بندي ختمه كړي: رپورټ
لندن10اګست (اے پي پي)امريکا به په آبنائے هرمز كښې د جهاز رانۍ بحالۍ سره اړوندې لوظنامې ته له رسېدو وروستو د ايران بندرځايونو څخه بندېزونه لرې كړي۔ رائټرز د سپېنې ماټۍ ذريعو حوالې سره وئيلي چې څه وخت د تجارتي جهاز رانۍ د بحالۍ تړون اعلان شي امريكا به د ايران د بندرځايونو ناكه بندي ختمه كړي۔ د سپېنې ماڼۍ ذريعو په دې خبره زور راوړې چې نور امريكائي اقدامات به په آبنائے هرمز كښې د جهاز رانۍ باوري كولو لپاره د ايران د خپلو ذمه وارو بشپړتيا سره تړلې وي۔دا خبره دې ياده وي چې د اګست په دوېمه نيټه صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړې ٶ زه ايران سره تړون ته رسېدو لپاره مجوزه بريد منسوخ كوم۔ صدر ډونلډ ټرمپ د دې نه وړاندې وئيلي ٶ چې امريكا ايران سره مشاورت كوي او ډېر زر لوظنامې ته د رسېدو هيله لري












