بلوچستان كښې د آزادۍ جشن چمتوالے ونيولے شو ، د لوبو میدانونه آباد شول ،  د اولس مينه و ولوله د كتو ده

  اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي )دِ اګست مياشت پېل كېدو سره د کوئټه پشمول ګرد  بلوچستان كښې د آزادۍ جشن  هلې ځلې پېل شوي دي او د لوبو مېدانونه هم آباد شوي ۔ تفصیلات تر مخه د شين هلالي  بېرغ  تر سېوري لاندې د  بلوچستان  اولس د   وطن سره د مينې  ،  لوبو او د  آزادۍ دستورو   كښې د زړه پوري ګدون لړۍ روانه ده ۔ کوئټه كښې د  …

 

اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي )دِ اګست مياشت پېل كېدو سره د کوئټه پشمول ګرد  بلوچستان كښې د آزادۍ جشن  هلې ځلې پېل شوي دي او د لوبو مېدانونه هم آباد شوي ۔ تفصیلات تر مخه د شين هلالي  بېرغ  تر سېوري لاندې د  بلوچستان  اولس د   وطن سره د مينې  ،  لوبو او د  آزادۍ دستورو   كښې د زړه پوري ګدون لړۍ روانه ده ۔ کوئټه كښې د  آزادۍ جشن په مناسبت سره د  آزادۍ ایتھلیټس  د سيالو  تابيا وشوه  چې پكښې نارينه او مېرمنې لوبغاړې ګډون كوي  ۔ په دې  مناسبت موسیٰ اسټیډیم کوئټه كښې د  7 اګست نه روانو د آزادۍ ایتھلیټس سيالو  فائنل  په 9 اګست وشو چې پكښې د کوئټه عابدہ بتول د لوبو په  میدان كښې د كاميابۍ په بېرغونو  هسكولو  د بلوچستان مېرمنو لپاره يو  مثال جوړ كړو ۔عابدہ بتول په باکسنګ كښې په ښكاره  کامیابۍ تر لاسه كولو پخپله وړومبۍ نړيواله سيالۍ كښې  د سري لنکا لوبغاړې له په ماتې وركولو ګولډ میډلو وګټلو  ۔د باکسرې عابدہ بتول وېنا ده   يو  مقصد ته د پام لرنې كولو څخه د کامیابۍ جذبه زياتېږي، مېرمنو له به د ځان لپاره نه د هېواد او بلوجستان لپاره هم راوړاندې كېدل وي  ۔واضحه دې وي  د آزادۍ جشن هلې ځلې  د بلوچستان په ځوانانو كښې قامي جذبه رامخې ته كولو سره دوي ګتورو او صحت منده فعاليتونو ته سموي۔