کينبرا 10 اګست (اے پي پي) د آسټراليا او بنګله ديش د كركټ لوبډلو تر مېنځه وړومبے ټېسټ مېچ به د 13 اګست نه تر 17 اګست په مارار اسټېډيم ډارون كښې پېل كېږي٬ د بنګله ديش لوبډله دا مهال د اسټراليا په دوره ده او په دې موقع به د كوربه ډلې په ضد دوه ټېست مېچونه كوي٬ د كوربه ډلې قيادت به نوموړې آل راونډر پيټ کمنز …
د آسټراليا او بنګله ديش د كركټ لوب ډلو تر مېنځه وړومبے ټېسټ مېچ به په 13 اګست پېل كېږي
کينبرا 10 اګست (اے پي پي) د آسټراليا او بنګله ديش د كركټ لوبډلو تر مېنځه وړومبے ټېسټ مېچ به د 13 اګست نه تر 17 اګست په مارار اسټېډيم ډارون كښې پېل كېږي٬ د بنګله ديش لوبډله دا مهال د اسټراليا په دوره ده او په دې موقع به د كوربه ډلې په ضد دوه ټېست مېچونه كوي٬ د كوربه ډلې قيادت به نوموړې آل راونډر پيټ کمنز كوي او د بنګله ديشي لوبډلې مشري به نجم الحسن شانټو كوي۔ د دې نه وړاندې د بنګله ديش او د آسټراليا کرکټ اليون ترمېنځه شوے ټېسټ مېچ كوربه ډلې د يو اننګز او 38 رنز سره پخپله نامه كړو۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه آخري ټېسټ مېچ به د 22 نه تر 26 په ګريټ بيريئر ريف ايرينا، ميکے كښې كېږي











