منیلا۔10اګست (اے پي پي) د فلپائن په باګوئیو ښار كښې د لینډ سلائیډنګ له امله 13 كسان د كورونه د ملبې لاندې ګېر شول چې پكښې 4 كسان مړه او 6 بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه تېر مازيګر باګوئیوښار كښې د درياب په غاړه سيمه بارانګائے ګیساد سورونګ كښې رامخې ته شوه ٬ چرته چې 13 كسان د ملبې لاندې ګېر شول ۔ د پولیس تر …
فلپائن كښې لینډ سلائیډنګ ، 4 كسان مړه، 6 بې دركه
منیلا۔10اګست (اے پي پي) د فلپائن په باګوئیو ښار كښې د لینډ سلائیډنګ له امله 13 كسان د كورونه د ملبې لاندې ګېر شول چې پكښې 4 كسان مړه او 6 بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه تېر مازيګر باګوئیوښار كښې د درياب په غاړه سيمه بارانګائے ګیساد سورونګ كښې رامخې ته شوه ٬ چرته چې 13 كسان د ملبې لاندې ګېر شول ۔ د پولیس تر مخه د ګل په سهار 7 كسان د ملبې څخه راويستل شول چې پكښې په مړو شوو كښې 17 كلنه جينۍ، دوه 9 كلنه ماشومان او 56 كلنه يو سړے شامل دے ٬ دغسې 3 ژوبل كسان هسپتال ته منتقل کړے شوي دي ۔ مرستندويه كارمندانو دمه په دمه په ورېدونكې باران كښې هم د بې دركه كسانو لټون روان ساتلے او د مرستې هلې ځلې روانې دي ۔ 14 كورنۍ ، چې پكښې په مجموعي توګه 62 كسان شامل دي محفوظ ځايونو ته منتقل کړے شوي دي او 7 نورو كسانو د كلي په يو هال كښې پناہ اغستې ده ۔











