د كورنيو چاروو وفاقي وزير د علامه اقبال یئرپورټ لاهور دوره، د امېګریشن پراسس جاج يۍ واغست

لاهور۔9 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ لاهور دوره وكړه او د مسافرو د امېګرېشن پراسېس جاج يۍ واغست۔ وفاقی وزیر امېګرېشن ته انتظار كوونكو مسافرو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه د امېګرېشن پراسېس په بشپړ كېدو د مصرف كېدونكي و خت په اړه پوښتنه وكړه۔ مسافرو ووئيل په دې عمل كښې نزدې 30 دقيقې مصرف كيږي او انتظامات بايد …

لاهور۔9 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ لاهور دوره وكړه او د مسافرو د امېګرېشن پراسېس جاج يۍ واغست۔ وفاقی وزیر امېګرېشن ته انتظار كوونكو مسافرو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه د امېګرېشن پراسېس په بشپړ كېدو د مصرف كېدونكي و خت په اړه پوښتنه وكړه۔ مسافرو ووئيل په دې عمل كښې نزدې 30 دقيقې مصرف كيږي او انتظامات بايد لا ښه كړې شي۔ د كورنيو چارو وزير د مسافرو د شكايت فوري نوټس اخستلو سره د امېګرېشن عمل ګړندي كولو له په ایئرپورټ د ټولو كاؤنټرو پرانستې ساتلو احكامات جاري كړل۔ ده باور وركړو چې د امېګرېشن عمل به لا ګړندې كولې شي۔ په دې موقع يو مسافر د ايجنټ لخوا د رقم اخستو شكايت وكړو۔ وفاقي وزير فوري نوټس اخستو سره معامله ډي جي اېف آئي اے ته وسپارله او د اړوند ايجنټ د نيولو احكامات يۍ جاري كړل۔ وفاقي وزير اېف آئي اے ته هدايت وكړو چې په نيمګړې سفري دستاوېزاتو دې چا له هم د سفر كولو اجازه ورنكړې شي او بشپړ دستاوېزات لرونكې دي له سفر كولو څخه ايسار نه كړې شي۔

مزید خبریں