د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خېبر پښتونخو سوات ضلع كښې د ترهګر بريد غندنه

  ملګري ملتونه ۔7 اګست(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خېبر پښتونخو سوات ضلع كښې د اتوار په ورځ پوليس سټېشن څخه بهر د ترسره شوي ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره دا يو ناوړه او بزدلانه فعل ګرځولے دے د كوم ذمه واري چې تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) قبوله كړې ده۔د شنهوا له مخې د سلامتي كونسل غړو تېره ورځ جاري شوي بيان كښې …

 

ملګري ملتونه ۔7 اګست(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خېبر پښتونخو سوات ضلع كښې د اتوار په ورځ پوليس سټېشن څخه بهر د ترسره شوي ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره دا يو ناوړه او بزدلانه فعل ګرځولے دے د كوم ذمه واري چې تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) قبوله كړې ده۔د شنهوا له مخې د سلامتي كونسل غړو تېره ورځ جاري شوي بيان كښې بريد كښی د شهيد شوو كسانو كورنيو ٬ د پاكستان حكومت او پاكستاني اولس سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ سلامتي كونسل په دې خبره زور راوړو چې د ترهګرۍ د غندنې وړ دې كارروائيو منصوبه بندي كونكي ٬ سهولت كار او مالي مرسته كونكي دې انصاف سره مخ كړې شي۔ سلامتي كونسل په ګرده نړۍ زور راوړو چې هغوي دې مقصد لپاره د پاكستان حكومت او اړوندو چارواكو سره بشپړه مرسته وكړي۔ سلامتي كونسل ددې عزم پخلے وكړو چې ترهګري په خپلو ټولو شكلونو كښې نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطره ده او ټول رياستونه دې د ترهګرۍ د لاسه د رامخې ته كېدونكو ټولو خطرو مقابله وكړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اتوار په ورځ يو ځانمرګې بريد كوونكي هغه مهال ځان والوزولو كله چې هغه سوات پولېس سټېشن ته د ننوتلو هڅې كولو په مهال ايسار كړے شو۔ د چاؤدنې په وخت پوليس سټېشن ته نزدې يو امن رېلي هم روانه وه۔