د پاكستان هاكي فېډرېشن د سوئېلې كوريا خلاف څلورم او وروستي ټېسټ مېچ لپاره يو مهم بدلون  وكړو

  اسلام آباد۔7اګست(اے پي پي) پاکستان هاکی فېډرېشن د سوئبلې كوريا خلاف څلورم اووروستي ټېسټ مېچ لپاره د يو مهم بدلون  اعلان كړے دے۔  د پاکستان سینئر هاکی لوبډلې سيريز كښې  د  0-3 بريا او د سيريز په خپل نوم كولو څخه وروستو مېنجمنټ په وروستۍ معركه كښې د پاكستان انډر 21  هاكي لوبډله مېدان ته د كوزولو پرېكړه كړې ده۔ د پاکستان انډر 21 لوبډله د عمان له كاميابې …

 

اسلام آباد۔7اګست(اے پي پي) پاکستان هاکی فېډرېشن د سوئبلې كوريا خلاف څلورم اووروستي ټېسټ مېچ لپاره د يو مهم بدلون  اعلان كړے دے۔  د پاکستان سینئر هاکی لوبډلې سيريز كښې  د  0-3 بريا او د سيريز په خپل نوم كولو څخه وروستو مېنجمنټ په وروستۍ معركه كښې د پاكستان انډر 21  هاكي لوبډله مېدان ته د كوزولو پرېكړه كړې ده۔ د پاکستان انډر 21 لوبډله د عمان له كاميابې دورې وروستو هېواد ته رارسېدلې ده۔ صلاحيت لرونكي جونیئر لوبغاړي د سوئبلې كوريا په څير تجربه لرونكې مضبوطې ډلې خلاف مېدان ته كوزول په نړيواله كچه د دوي تجربه زياتول او د دوي راتلونكي كښې لويو نړيوالو مقابلو له چمتو  كول دي۔ دا مېچ به نصیر بندہ هاکی سټېډیم، پاکستان سپورټس کمپلیکس اسلام آباد كښې كيږي۔ د هاكۍ ټول مينه وال د مېچ وېړيا كتلے شي