ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پيپلز ډاكټرز فورم صدر ډاكټر جانباز آفريدي په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

  پېښور ۔ 07 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كندي سره د جمعې په ورځ د پيپلز ډاكټرز فورم صدر ډاكټر جانباز آفريدي په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښې نعیم خان آفریدی ،ډاکټر نور الوهاب ، پروفیسر تمهید جان او نبی حسېن شامل وو۔  ملاقات كښی په صوبه كښې د روغتيا په اړوندو مسئلو د …

 

پېښور ۔ 07 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كندي سره د جمعې په ورځ د پيپلز ډاكټرز فورم صدر ډاكټر جانباز آفريدي په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښې نعیم خان آفریدی ،ډاکټر نور الوهاب ، پروفیسر تمهید جان او نبی حسېن شامل وو۔  ملاقات كښی په صوبه كښې د روغتيا په اړوندو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي په صوبه كښی برن سنټرز په اړه قانون سازي زياته ضروري ګرځولو سره د مرستې غږ وكړو۔ ګورنر ووئيل  د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښی د ګوند پارليماني لارښود احمد کنډی به په دې لړ كښی خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ په ملاقات كښې افغانستان كښې د ميډيكل زده كوونكو په مسئلو هم خبره وكړې شوه دغسې جې د زده كوونكو او د هغوي د مور پلار اندېښنې ختمې شي۔ په دې مهال په 14 اګست ګورنر هاؤس كښې د پیپلز ډاکټرز فورم تر سېوري لاندې د سيمينار كولو پرېكړه هم وشوه