سکردو ۔7اګست (اے پي پي)د براډ پیک پیښه كښې د بې دركه شوو 5 غیر ملکي غر ختونكو مړي د سکردو نه اسلام آباد ته روان كړے شوي۔ په براډ پیک په 31 جولائي د وارې كمر رارغړېدو په نتيجه كښې 10 غیر ملکيان غر ختونكې بې دركه شوي وو ۔ تېره ورځ د پاکستان آرمي ایوي ایشن او زمكيزو سرچ ډلو په شريك سرچ آپریشن کښې د پنځو …
د براډ پیک پیښه كښې د بې دركه شوو 5 غیر ملکي غر ختونكو مړي د سکردو نه اسلام آباد ته روان كړے شول
سکردو ۔7اګست (اے پي پي)د براډ پیک پیښه كښې د بې دركه شوو 5 غیر ملکي غر ختونكو مړي د سکردو نه اسلام آباد ته روان كړے شوي۔ په براډ پیک په 31 جولائي د وارې كمر رارغړېدو په نتيجه كښې 10 غیر ملکيان غر ختونكې بې دركه شوي وو ۔ تېره ورځ د پاکستان آرمي ایوي ایشن او زمكيزو سرچ ډلو په شريك سرچ آپریشن کښې د پنځو غیر ملکیانو مړي تر لاسه كړے شول كوم چې د خپلو خپلو هېواونو په بېرغونو كښې د سکردو نه د الوتكې د لارې اسلام آباد ته روان كړے شول ۔اسلام آباد ته په رسېدو به دا اړوند چارواكو ته سپارلې شي ، د چرته نه به چې دوي خپلو هېوادونو ته روانولې شي ۔پاک پو ځ په دې ټول عمل كښې د سول انتظامیه او سفارتي چارواكو سره مكمل مرسته او معاونت كوي۔











