د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اقليتي غړو بهادري لال او عسكر پرويز ملاقات

  پېښور 06 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اقليتي غړو بهاري لال او عسكر پرويز ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې صوبه كښې اقليتي ورورولۍ ته د ورمخې ته شوو مسئلو٬د هغوي د حقونو تحفظ او خېرښېګړې چارو په اړه صوبائي اسمبلۍ كښې د اقليتي ورورولۍ حقونو او د سهوليات په اړه په روانه او …

 

پېښور 06 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اقليتي غړو بهاري لال او عسكر پرويز ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې صوبه كښې اقليتي ورورولۍ ته د ورمخې ته شوو مسئلو٬د هغوي د حقونو تحفظ او خېرښېګړې چارو په اړه صوبائي اسمبلۍ كښې د اقليتي ورورولۍ حقونو او د سهوليات په اړه په روانه او مجوزه قانون سازۍ هم خبرې وشوې۔ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل  پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته د آئين له مخې يو برابر حقونه ترلاسه دي او د هغوي د ځان او مال٬مذهبي آزادۍ او سماجي تحفظ باوري كول د رياست ذمه واري ده۔په ملاقات كښې اقليتي ورورولۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت سره په ګورنر هاؤس پېښور كښې يوې خاص دستورې په اړه هم مشاورت وركړو چې پكښې د مختلف مذهبونو سره تعلق لرونكو كسانو٬سماجي لارښودو او منتخب استازو ګډون ته اتفاق راغلو

مزید خبریں