د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د  پاكستان فزيكل تراپي ايسوسي ايشن پلاوي د صدر ډاكټر پير زاده په مشرۍ كښې ملاقات

  پېښور 06 اګست(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د  پاكستان فزيكل تراپي ايسوسي ايشن پلاوي د صدر ډاكټر پير زاده په مشرۍ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي ګورنر د الائيډ هيلتھ كونسل په اړه رامخې ته شوو مسئلو نه خبر كړو۔پلاوې په خاص توګه د فزيو تهراپي پنځه كلنه پروفيشنل ډګرۍ بشپړونكو …

 

پېښور 06 اګست(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د  پاكستان فزيكل تراپي ايسوسي ايشن پلاوي د صدر ډاكټر پير زاده په مشرۍ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي ګورنر د الائيډ هيلتھ كونسل په اړه رامخې ته شوو مسئلو نه خبر كړو۔پلاوې په خاص توګه د فزيو تهراپي پنځه كلنه پروفيشنل ډګرۍ بشپړونكو ګريجويټس ته د روغتيا په څانګه كښې د ورمخې ته شوو پیشه وره٬ملازمت او رجسټرېشن په اړه ستونزو نه خبر كړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل د روغتيا څانګې سره تړون لرونكې ټول پيشه ور كسان د قامي روغتيا نظام مهمه برخه ده او  د دوي جائز مسئلې حل كول د اړوند ادارو ذمه واري ده۔ګورنر پلاوي له باور وركړو چې فزيو تهراپسټس ته ورمخې ته شوې مسئلې به د الائيډ هېلتھ كونسل او اړوندو وفاقي چارواكو په وړاندې  پورته كولې شي دغسې چې د هغې مناسب او په وخت حل باوري كړے شي

مزید خبریں