پېښور ۔ 06 اګست (اے پي پي) لکي مروت كښې هفته شهدائے خیبر پښتونخوا پولیس په ډېر عقیدت، احترام او قامي جذبه نمانځلې كېږي ۔د لکي مروت پولیس وياند تر مخه په دې موقع ډسټرکټ پولیس آفیسر لکي مروت نزیر خان او ډپټي کمشنر حمیداللہ خان دستوره كښې د شهيدانو وارثانو سره ملاقات وكړو، د هغوي پوښتنه يې وكړه او ورته يې پېرزوئنې وړاندې كړې ۔دې نه پس ډي …
لکي مروت كښې هفته شهدائے خیبر پښتونخوا پولیس په ډېر عقیدت، احترام او قامي جذبه نمانځلې كېږي

مزید خبریں
پېښور ۔ 06 اګست (اے پي پي) لکي مروت كښې هفته شهدائے خیبر پښتونخوا پولیس په ډېر عقیدت، احترام او قامي جذبه نمانځلې كېږي ۔د لکي مروت پولیس وياند تر مخه په دې موقع ډسټرکټ پولیس آفیسر لکي مروت نزیر خان او ډپټي کمشنر حمیداللہ خان دستوره كښې د شهيدانو وارثانو سره ملاقات وكړو، د هغوي پوښتنه يې وكړه او ورته يې پېرزوئنې وړاندې كړې ۔دې نه پس ډي پي او نزیر خان، ډپټي کمشنر حمیداللہ خان، ایس پي انویسټي ګیشن صلاح الدین کنډي او د پولیس شهيدانو وارثانو سره د شهيدانو په یادګار ګلونه وغوړول او فاتحه خواني يې وكړه او د شهدانو لوړو درجو لپاره يې خاص دعاګانې وكړې ۔ په دې موقع د لکي مروت پولیس يوې چټك ډلې د شهيدانو په یادګار ګارډ آف آنر وړاندې كړو ۔په مرکزي دستوره كښې ډي پي او لکي مروت نزیر خان، ډپټي کمشنر حمید اللہ خان، ایس پي انویسټي ګیشن صلاح الدین کنډي ، د مروت قامي جرګې مشرانو ، د پولیس شهيدانو وارثانو ، ماشومانو، میډیا استازو او پولیس افسرانو او ځوانانو په ګڼ شمېر ګدون كولو۔










