مومند٬پوليس لائن غلنئۍ كښې د هفته شهدائے پوليس په لړ كښې خاص دستوره

  پېښور 06 اګست(اے پی پی)پوليس لائن غلنئۍ كښې د هفته شهدائے پوليس په لړ كښې يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې د پولسي شهيدانو  لازواله قربانيو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔د مومند ضلعې پوليس وياند له مخې په دستوره كښې ډسټركټ پوليس آفيسر رضا محمد٬د مومند رائفل كمانډنټ كرنل عمران خالد٬د مومند ډپټي كمشنر كيپټن(ر)هلال شاهد راؤ٬ايس پي انويسټي ګيشن٬زاهد عالم٬ايس پي سي ټي ډي قاضي …

 

پېښور 06 اګست(اے پی پی)پوليس لائن غلنئۍ كښې د هفته شهدائے پوليس په لړ كښې يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې د پولسي شهيدانو  لازواله قربانيو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔د مومند ضلعې پوليس وياند له مخې په دستوره كښې ډسټركټ پوليس آفيسر رضا محمد٬د مومند رائفل كمانډنټ كرنل عمران خالد٬د مومند ډپټي كمشنر كيپټن(ر)هلال شاهد راؤ٬ايس پي انويسټي ګيشن٬زاهد عالم٬ايس پي سي ټي ډي قاضي عصمت٬ د هيډكوارټر ډي ايس پي لياقت علي٬كوآرډينېشن ډي ايس پي فرهاد خان٬د غلنۍ سركل ډي ايس پي٬ د ټرافيك ډي ايس پي جان محمد٬لائن آفيسر عبدالصمد پوليس شهيدانو خپلوانو او د ميډيا لاستازو پشمول  د پوليس افسرانو او ځوانانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دې موقع ډسټركټ پوليس آفيسر رضا محمد ووئېل هر كال د پوليس شهيدانو ورځ د هغه مېړنو افسرانو او ځوانانو عظيمو قربانيو ته د عقيدت وړاندې كولو لپاره لمانځلې كيږي چا چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ده ووئيل  په پوليس شهيدانو وياړ لرو او ده هغوي قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔د مومند رائفل كمانډنټ كرنل عمران خالد او د مومند ډپټي كمشنر كپيټن(ر)بلال شاهد راؤ د پوليس شهيدانو لازواله قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل شهيدانو د هېواد امن٬ د اولس تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ده ووئيل قام به خپلو شهيدانو قربانۍ تل ياد ساتي۔د دستورې په اختتام د مومند ډپي پي او رضا محمد٬ د مومند رائفل كمانډنټ٬  ډپټي كمشنر او نورو پوليس افسرانو د پوليس شهيدانو خپلوانو له تحائف وركړل۔دستوره كښې د پوليس شهيدانو٬ د پاك پوځ٬قانون نافذ كوونكو نورو ادارو او د هېواد سلامتيا٬استحكام او تل پاتې امن لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔

مزید خبریں