د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د هند په  غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خصوصي حیثیت بحالۍ ، د کشمیریانو  د حقِ خودارادیت ملاتړ له قرارداد په يوه خله منظور کړو

  ګلګت۔ 05 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د شورو په ورځ  خپله غونډه كښې د هند  په غیر قانوني تسلط لاندې  د جموں و کشمیر خاص آئیني حیثیت بحالولو ، د  5 اګست 2019 د  هند اقدامات  غندلو  او د کشمیري اولس  د حقِ خودارادیت مرستې له  يو قرارداد په يوه خله منظور کړو ۔قرارداد كښې وئېلي شوي دي  په 5 اګست 2019 د هند د اړخه …

 

ګلګت۔ 05 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د شورو په ورځ  خپله غونډه كښې د هند  په غیر قانوني تسلط لاندې  د جموں و کشمیر خاص آئیني حیثیت بحالولو ، د  5 اګست 2019 د  هند اقدامات  غندلو  او د کشمیري اولس  د حقِ خودارادیت مرستې له  يو قرارداد په يوه خله منظور کړو ۔قرارداد كښې وئېلي شوي دي  په 5 اګست 2019 د هند د اړخه  د هند په غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خصوصي آئیني حیثیت ختمولو له د  آئین آرټیکل 370 او  35A  منسوخ کول د  ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو ، نړيوال قانون او د کشمیري اولس د بنیادي حقونو خلاف ګام ؤ  ۔ ایوان د دې امر پخلے وكړو   چې جموں و کشمیر  په نړيواله كچه يوه  تسلیم شوې شخړيزه سيمه ده، د كومې د حتمي حیثیت تعین چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د قراردادونو او د ملګرو ملتونو  کمیشن  (UNCIP)  د اړوندو  قراردادونو تر مخه د کشمیري اولس په خپلواكه، غیر جانبدارہ او منصفانه استصوابِ رائے د لارې  پكار دے ۔قرارداد كښې ووئېل شول د جموں و کشمیر شخړه  يوازې سرحدي یا د جغرافیائي نوعیت مسئله نه ده بلکې د کشمیريانو د  ناقابلِ تنسیخ حقِ خودارادیت  په اړه  يوه نړيواله شخړه ده ، كومه چې هند د يو اړخيزه  اقدامات د لارې ختمولې نشي ۔ایوان په نړيوالې ورورولۍ ، ملګرو ملتونو ، په بشري حقونو تنظیمونو او په نړيوالو  ادارو زور  راوړو  چې هغه د کشمیري اولس  د بنیادی حقونو تحفظ، د بشري  حقونو خلاف ورزو  د خاتمې او د ملګرو ملتونو په قراردادونو د عمل درآمد لپاره  مؤثر کردار ادا کړي ۔ قرار داد  كښې د پاكستان حکومتِ د اړخه د کشمیري اولس  سیاسي ، سفارتي او  اخلاقی مرستې روانې ساتلو له د عزم  پخلي كولو سره ووئېل شول د  کشمیر مسئلې تل پاتي او امناكه حل  يوازې د  ملګرو ملتونو قراردادونو او د کشمیري اولس د بې پرې رائے  تر مخه ممکن دے ۔۔

 

 

مزید خبریں