قام د خپلو کشمیریانو ورونړو  سره ولاړ دے او د کشمیر په مسئله قام يو موټے دے ،ګورنر خیبرپښتونخوا

  اسلام آباد۔5 اګست  (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي  پاکستانے قام د خپلو کشمیریانو ورونړو سره  ولاړ دے او  د كشمير په مسئله  قام يو موټے دے  ۔ د شورو په ورځ د یومِ استحصالِ کشمیر په موقع خپل خاص پیغام كښې ده ووئېل سیاسي اختلافات پخپل ځائے خو  د کشمیر  په معامله ټول قام یو دے ۔ ده ووئېل  5 اګست 2019  د …

 

اسلام آباد۔5 اګست  (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي  پاکستانے قام د خپلو کشمیریانو ورونړو سره  ولاړ دے او  د كشمير په مسئله  قام يو موټے دے  ۔ د شورو په ورځ د یومِ استحصالِ کشمیر په موقع خپل خاص پیغام كښې ده ووئېل سیاسي اختلافات پخپل ځائے خو  د کشمیر  په معامله ټول قام یو دے ۔ ده ووئېل  5 اګست 2019  د تاریخ  تر ټولو توره ورځ ده  چې كله هند د  جموں و کشمیر خاص آئیني حیثیت په ختمولو د نړيوال  قوانین او د ملګرو ملتونو  د قراردادونو خلاف ورزي وكړه ۔فیصل کریم کنډي ووئېل  پاکستان يو امن خوښےهېواد دے خو زمونږ  امن پسندي دې  هر ګز کمزوري ونه ګڼلې شي  ۔ ده ووئېل  تېر كال د هندي يرغل   پاکستان په زړه پورې ځواب  وركړو  كوم چې ګردې نړۍ وليدو او پاکستاني پوځ د دښمن غرور خاورې كړو ۔ګورنر نړيوالې ورورولۍ ، ملګرو ملتونو  او  په نورو نړيوالو ادارو زور راوړو چې هغوي  د  کشمیر مسئله حل کولو لپاره  خپلې ذمه وارۍ تر سره كړي او  کشمیري  اولس ته د ملګرو ملتونو قراردادو تر مخه  حقِ خودارادیت وركولو كښې موثر کردار ادا کړي ۔

مزید خبریں