د وفاقي وزير انجينئر امير منقام  د سوات چاؤدنې د ژوبل شوو كسانو عيادت لپاره د سيدو شريف هسپتال دوره

سوات ۔ 4 اګست (اے پي پي)  د كشمير ٬ ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام  د سوات چاؤدنې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنې لپاره   د سيدو شريف هسپتال دوره وكړه چرته چې هغه د ژژبل شوو خيريت وپوښتلو  او د هغوي زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔  وفاقي وزير  د هسپتال د بېلا بېلو وارډونو دوره وكړه ٬ د ژوبل شوو سره يې ملاقات وكړو  او …

سوات ۔ 4 اګست (اے پي پي)  د كشمير ٬ ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام  د سوات چاؤدنې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنې لپاره   د سيدو شريف هسپتال دوره وكړه چرته چې هغه د ژژبل شوو خيريت وپوښتلو  او د هغوي زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔  وفاقي وزير  د هسپتال د بېلا بېلو وارډونو دوره وكړه ٬ د ژوبل شوو سره يې ملاقات وكړو  او د هغوي د كورنيو د حوصلې يې ستائنه كولو سره باور وركړو چې وفاقي حكومت به د ځپلو كورنيو هر ممكن مرسته كوي ۔ په دې مهال خبرو كښې ده وئوېل  د مسلم ليګ مشر نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف د اړخه  د ژوبل شوو پوښتنې لپاره  او دوي سره د يو والي څړګندونې  له دلته راغلے يم۔ وفاقي وزير ووئېل   زه په دې اورېدو ډېر خفه شم  چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سره په داسې نازك وخت كښې هم د سياسيت فكر دے ۔ ده ووئېل  وزيراعلې د صوبې چيف ايګزېكټو دے  او د تېرو ديارلسو كالو نه صوبه كښې د دوي حكومت دے  ٬ ځكه د امن و امان صورتحال قابو ساتل  د صوبئاي حكوممت آئيني او انتظامي ذمه واري ده ۔ ده ووئېل  دا وخت د تورونو لګولو يا د سياسي لمبرو جوړولو نه دے بلكې د سياست نه بالا د ترهه ګرۍ غوندې ناسور  خلاف  يو والي ته اړتيا ده۔  ده زور راوړو  چې د قامي سلامتيا او د اوسل په تخفظ چارو  ټولو سياسي قواؤ له په ګده تګلاره جوړول دي۔

مزید خبریں