پي سي بي مائيكل سمتھ د پاكستان مېنز كركټ لوبډلې بېټنګ كوچ غوره كړو

  لاهور۔4 اګست(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) مائیکل سمتھ د پاکستان مېنز کرکټ لوبډلې بېټنګ كوچ غوره كړے دے۔ د پي سي بي وياند له مخې 46 كلن مائیکل سمتھ ته 2 كلونو لپاره دا ذمه واري سپارلې شوې ده او هغه به د قومي لوبډلې رېډ بال او وائټ بال دواړو سكواډز سره په ګډه كار كوي۔ مائیکل سمتھ فرسټ کلاس، لسټ اے او …

 

لاهور۔4 اګست(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) مائیکل سمتھ د پاکستان مېنز کرکټ لوبډلې بېټنګ كوچ غوره كړے دے۔ د پي سي بي وياند له مخې 46 كلن مائیکل سمتھ ته 2 كلونو لپاره دا ذمه واري سپارلې شوې ده او هغه به د قومي لوبډلې رېډ بال او وائټ بال دواړو سكواډز سره په ګډه كار كوي۔ مائیکل سمتھ فرسټ کلاس، لسټ اے او ټی ټونټی کرکټ كښې په مجموعي توګه 7 زره 29 رنز جوړ كړې دي۔ د خپل كېريئر په مهال هغه 9 سنچریانې او 40 نېم سنچريانې هم سكور كړي دي۔ مائیکل سمتھ دې څخه وړاندې د اېچ بي اېل پاكستان سپر ليګ درې بېلو فرنچائزز كوچنګ سټاف هم پاتے شوے دے۔ مائیکل سمتھ به د انګلېنډ خلاف د درې ټېسټ مېچونو سيريز لپاره پاكستان لوبډله جوائن كوي۔ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه په درې ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز به 19 اګست څخه پېل كيږي۔(