د وطن په خاطر قربانۍ وركوونكې د پوليس شهيدان به قام تل ياد ساتي۔ ثمينه ممتاز زهري

  کوئټه 04 اګست (اے پي پي) بشري حقونو لپاره د سينيټ د قائمه کميټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري په 4م اګست د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې د وطن په خاطر ځان قربانونكو پوليس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  قام د خپلو ھغه مېړنو محافظينو عظيمې قربانۍ به تل په عزت، وياړ او احترام سره يادې ساتي۔ دې ووئيل پوليس فورس د وطن …

 

کوئټه 04 اګست (اے پي پي) بشري حقونو لپاره د سينيټ د قائمه کميټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري په 4م اګست د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې د وطن په خاطر ځان قربانونكو پوليس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  قام د خپلو ھغه مېړنو محافظينو عظيمې قربانۍ به تل په عزت، وياړ او احترام سره يادې ساتي۔ دې ووئيل پوليس فورس د وطن د امن، د قانون  بر لاسي او د وګړو د ځان او مال تحفط علامت دے، د ترهګرۍ٬ انتها پسندۍ او جرائمو په ضد چې په هر ډګر د پوليس افسرانو او ځوانانو د كومې ځانګړې بهادرۍ، فرض شناسۍ او استقامت څرګندونه كړې ده ھغه ټول قام لپاره د وياړ خبره ده۔ سينيټر ثمينه ممتاز زهري ووئيل د پوليس شهيدانو پخپلې وينې د امن شمع روښانه ساتلې ده او ژوبل شوو غازيانو پخپل جرات او قربانۍ د فرض شناسۍ نوې تاريخ رقم كړے٬ قام به د خپلو عظيمو ځوانانو د قربانيو عمر له مقروض وي