سوات۔ 04 اګست (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د پوليس شهيدانو ورځې په موقع پوليس لائن سوات كښې د شهيدانو يادګار دوره وكړه او وطن لپاره ځان قرباني كوونكو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره يۍ په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ په دې موقع د ډي پي …
د وفاقي وزير انجینئر امیر مقام پوليس لائن سوات كښې د پوليس شهيدانو يادګار ته حاضري ٬ د ګلونو څادر يۍ خپور كړو

مزید خبریں
سوات۔ 04 اګست (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د پوليس شهيدانو ورځې په موقع پوليس لائن سوات كښې د شهيدانو يادګار دوره وكړه او وطن لپاره ځان قرباني كوونكو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره يۍ په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ په دې موقع د ډي پي او سوات په شمول نور سينيئر افسران هم موجود وو۔ ډی پی او وفاقی وزیر ته په سوات ضلع كښې د امن و امان په مجموعي وضعه او د پوليس پېشه ورو ذمه وارو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ددې عزم څرګندونه وكړه چې د شهيدانو د كورنيو خېر ښېګړه او د پوليس فورس د كار استعداد زياتولو له به هره ممكنه مرسته روانه ساتلې شي۔










