کوئڼه ۔ 03 اګست (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګتي په مشرۍ كښې د جشن آزادۍ دستورو له د چمتوالي نيولو په اړه يوه د اعلی كچې غونډه وشوه ۔غونډه كښې په ګرده صوبه كښې د آزادۍ ورځې دستورې د قامي جذبې، نظم و ضبط او په زړه پورې ولولې سره تابيا كولو لپاره د يوې جامع تګلارې او انتظامات تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ غونډه …
د بلوچستان وزیراعلیٰ په مشرۍ كښې د آزادۍ جشن په اړه غونډه ، ګرده صوبه كښې دستورې د قامي جذبې تر مخه كولو لپاره د انتظامات جاج

مزید خبریں
کوئڼه ۔ 03 اګست (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګتي په مشرۍ كښې د جشن آزادۍ دستورو له د چمتوالي نيولو په اړه يوه د اعلی كچې غونډه وشوه ۔غونډه كښې په ګرده صوبه كښې د آزادۍ ورځې دستورې د قامي جذبې، نظم و ضبط او په زړه پورې ولولې سره تابيا كولو لپاره د يوې جامع تګلارې او انتظامات تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د بلوچستان په ټولو ډویژنل او ضلعي هیډ کوارټرز كښې به د آزادۍ جشن دستورې په زړه پوري ډول كولې شي ، چې پكښې د قاقي بېرغ هسك كول، ملي نغمې، كلتوري، تعلیمي او د اولسي پروګرامز پشمول مختلف دستورې به شاملې وي ٬ دغسې چې اولس په خصاص توګه ځوان نسل كښې حب الوطني او د قامي یو والي جذبې ته وده وركړې شي ۔ وزیراعلی میر سرفراز بګټي ټولو کمشنرز، ډپټي کمشنرز او اړندو ادارو ته امر وكړو چې د جشن آزادی دستورې منظمې، وقار لرونكې او یادګاري جوړولو لپاره ټول انتظامات ته په وخت حتمي شکل وركړئ او هره ضلع كښې اولسي ګدون باوري كړئ۔ ده ووئېل د قامي بېرغ هسكولو ، ملي نغمو ، كلتوري او تعلیمي فعاليتونو بشمول د ټولو پروګرامونو تابيا په زړه پورې جذبې سره وكړئ۔ ده ووئېل د آزادۍ جشن يوازې يو قامي تهوار نه دے بلکې د قامي اتحاد، یو والي ، د شهدا عظیمو قربانیو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو او د ګران وطن د ترقۍ و استحکام د عزم د تجدید ورځ ده ۔









