پېښور ۔ 03 اګست (اے پی پی) د ډسټرکټ پولیس آفیسر سوات اېم عمر خان په هدايت اېس پي هېډ كوارټرز عطا خان او نورو پوليس آفسرانو د شهيد اېس اېس پي هلال په قبر حاضري وكړه۔ دوي په قبر ګلونه وشيندل ٬ فاتحه خواني يۍ وكړه او د هغه سترې قربانۍ ته يۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د سوات پوليس وياند له مخې د پوليس يوې چمتو ډلې شهيد …
د سوات پوليس افسرانو او ځوانانو د شهيد اېس اېس پي هلال شهيد په قبر حاضري
پېښور ۔ 03 اګست (اے پی پی) د ډسټرکټ پولیس آفیسر سوات اېم عمر خان په هدايت اېس پي هېډ كوارټرز عطا خان او نورو پوليس آفسرانو د شهيد اېس اېس پي هلال په قبر حاضري وكړه۔ دوي په قبر ګلونه وشيندل ٬ فاتحه خواني يۍ وكړه او د هغه سترې قربانۍ ته يۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د سوات پوليس وياند له مخې د پوليس يوې چمتو ډلې شهيد ته سلامي وكړه او د ارواښاد روح ته ثواب رسولو له يۍ دعا وكړه۔ په دې موقع اېس پی هېډ كوارټرز د دې عزم پخلے وكړو چې د شهيدانو قربانۍ به تل يادې ساتلې شي او زمونږ سبا لپاره د خپل نن قرباني وركوونكو كورنۍ به يوازې نه پرېښودلې كېږي










