پیښور ۔ 03 اګست (اے پي پي)صوابۍ كښې د شهدا اوونۍ په لړ كښې پولیس افسرانو د شهيدانو په قبرونو حاضري وكړه ۔د صوابۍ پولیس وياند تر مخه هر كال یومِ شهدا پولیس په ډېر عقیدت و احترام سره نمانځلې كېږي ، د كومې مقصد چې هېواد لپاره د ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو مېړنو زامنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كول دي ۔ د پوليس شهدا اوونۍ په مناسبت …
صوابۍ كښې د پولیس شهدا اوونۍ په لړ كښې د افسرانو د شهيدانو په قبرونو حاضري
پیښور ۔ 03 اګست (اے پي پي)صوابۍ كښې د شهدا اوونۍ په لړ كښې پولیس افسرانو د شهيدانو په قبرونو حاضري وكړه ۔د صوابۍ پولیس وياند تر مخه هر كال یومِ شهدا پولیس په ډېر عقیدت و احترام سره نمانځلې كېږي ، د كومې مقصد چې هېواد لپاره د ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو مېړنو زامنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كول دي ۔ د پوليس شهدا اوونۍ په مناسبت سره ډي ایس پي سرکل ټوپي حسن خان د شهدا په قبرونو حاضري وركړه ۔ په دې موقع ایس ایچ او ټوپي شاهي ملک خان ،ایس ایچ او ګدون فواد خان،ایس ایچ او اتله صدام خان او نور پولیس افسران هم د ده سره وو ، د پولیس يوې چټك ډلې شهیدانو ته جلا جلا سلامي وكړه او پولیس افسرانو د شهیدانو په قبرونو د ګلونو څادرې وغوړلې او د هغوي لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه ، په دې موقع د شهيدانو وارثان هم موجود وو ۔












