د كل جماعتي حريت كنفرنس لخوا 5 اګست د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اپيل ٬ په مقبوضه جمو وكشمير كښې سخت بندېزونه ٬ محاصره او د لټون كارروايۍ روانې دي

سرینګر۔2 اګست  (اے پی پی) کل جماعتی حریت کنفرنس د كنټرول لائن دواړو اړخونو او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړو ته اپیل كړے دے چې هغوي د اګست 5 مه نېټه "يوم استحصال كشمير" د تورې ورځې په توګه ولمانځي دغسې چې نړۍ ته دا پېغام لاړ شي چې كشميرې اولس د هند غېر مشروع قبضه مسترد كوي او هغوي به د ملګرو ملتونو لخوا د خپلواكۍ تسليم …

سرینګر۔2 اګست  (اے پی پی) کل جماعتی حریت کنفرنس د كنټرول لائن دواړو اړخونو او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړو ته اپیل كړے دے چې هغوي د اګست 5 مه نېټه “يوم استحصال كشمير” د تورې ورځې په توګه ولمانځي دغسې چې نړۍ ته دا پېغام لاړ شي چې كشميرې اولس د هند غېر مشروع قبضه مسترد كوي او هغوي به د ملګرو ملتونو لخوا د خپلواكۍ تسليم شوې حق ترلاسه كولو له خپلې ستړې روانې ساتي۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس وياند اېډووکېټ عبدالرشید منهاس په سرينګر كښې جاري شوي خپل يو بيان كښې په خلكو زور راوړو چې هغوي دې په 5 اګست مكمل هړتال وكړي او د كال 2019 په دې ورځ د هند لخوا پورته كړې شوې غېر قانوني ګامونو خلاف دې په ګرده نړۍ كښې مظاهرې وكړي۔ د حریت وياند 5 اګست د جمو و کشمیر د تاريخ توره ورځ ګرځولو سره ووئيل کشمیرې اولس به د هند د نوآبادیاتی او استعماری چالونو خلاف خپلې ستړې تر هغه وخت روانې ساتي تر كومې چې يۍ خپل مقصد ترلاسه كړے نه وي۔ په دې مهال د  هند د آزادۍ ورځ 15 اګست څخه وړاندې هندي چارواكو په كشمير وادۍ او جمو سيمه كښې بندېزونه لا سخت كړي دي۔