لاهور۔2اګست (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي ي چې پاكستان علماﺀ كونسل به روانه اګست مياشت كښې د ''پېغامِ پاکستان'' سرخط لاندې په ټول هېواد كښی پروګرامونه كوي۔ د اتوار په روځ د پاكستان علماﺀ كونسل لاهور مسؤولينو ته خطاب كښې ده ووئيل"پیغام پاكستان'' كوم چې نزدې 15 زره علماﺀ كرامو ٬ د كعبې او مسجد نبوي امامانو لاس ليك كړے دے به …
د پاكستان علماﺀ كونسل اګست مياشت كښې د ”پیغام پاکستان” سرخط لاندې د پروګرامونو كولو اعلان

مزید خبریں
لاهور۔2اګست (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي ي چې پاكستان علماﺀ كونسل به روانه اګست مياشت كښې د ”پېغامِ پاکستان” سرخط لاندې په ټول هېواد كښی پروګرامونه كوي۔ د اتوار په روځ د پاكستان علماﺀ كونسل لاهور مسؤولينو ته خطاب كښې ده ووئيل”پیغام پاكستان” كوم چې نزدې 15 زره علماﺀ كرامو ٬ د كعبې او مسجد نبوي امامانو لاس ليك كړے دے به عام وګړي ته وړو دغسې چې هغوي ته معلومه شوي چې اسلام څه څيز دے۔ ده ووئيل دين اسلام د امن ٬ مينې ٬ روادارۍ او اعتدال نوم دے، د انتها خوښۍ او شدت خوښۍ نه۔ ده ووئيل په ربېع الاول او ربېع الثاني دواړو مياشتو كښې به د پیغام امن ٬ مينې او اعتدال په سرخطونو اولسي غونډې كيږي او په 30 اګست به كه پاك پروردګار ته منظور وي لاهور كښې پیغامِ رحمت اللعالمین کنفرنس كولې شي۔










