کوئټه۔ 02 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په نوشكي كښې د امنيتي ځواكونو كاميابه انټېلي جنس بېسډ كارروائي د ترهګرۍ خلاف د قومي عزم څرګندونه ګرځولو سره وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د امن له منځه وړولو هر سازش به ناكامه كولے شي او د رياست دښمنه عناصر خلاف كارروايۍ به بشپړ قوت سره روانې ساتلې شي۔ وزیراعلیٰ په خپل بيان كښې ووئيل د …
د بلوچستان امن ته د زيان رسولو هر سازش به ناكامه كولے شي: وزيراعلی
کوئټه۔ 02 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په نوشكي كښې د امنيتي ځواكونو كاميابه انټېلي جنس بېسډ كارروائي د ترهګرۍ خلاف د قومي عزم څرګندونه ګرځولو سره وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د امن له منځه وړولو هر سازش به ناكامه كولے شي او د رياست دښمنه عناصر خلاف كارروايۍ به بشپړ قوت سره روانې ساتلې شي۔ وزیراعلیٰ په خپل بيان كښې ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيي ځواكونو په پېشه ور مهارت ٬ مړانه او قربانيو قام وياړي۔ وزیراعلیٰ ووئيل د بلوجستان حكومت د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې قومي ادارو سره يو برابر ولاړ دے او په صوبه كښی تلپاتې امن ٬ د ځان او مال حفاظت او د پرمختګ سفر روان ساتل به په هر قيمت باوري كولې شي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به انټېلي جنس بېسډ كارروايۍ او مؤثر اقدامات روان وي










