کوئټه۔ 02 اګست (اے پی پی) د سېنېټ مرستيال چيئرمېن سېدال خان ناصر په مستونګ كښې د شهيد شوي ډسټركټ اېنډ سېشن جج عبد الحيم كاكړ په استوګنه د هغه فرزند او د كورنۍ نورو كسانو سره غمرازي وكړه۔ هغه د شهيد عبد الحكيم كاكړ عدالتي خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ د شهيد د كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يو۔ مرستيال چيئرمېن سېدال خان ناصر …
د سېنېټ مرستيال چيئرمېن سېدال خان ناصر د شهيد سېشن جج عبد الحكيم كاكړ كورنۍ سره غمرازي
کوئټه۔ 02 اګست (اے پی پی) د سېنېټ مرستيال چيئرمېن سېدال خان ناصر په مستونګ كښې د شهيد شوي ډسټركټ اېنډ سېشن جج عبد الحيم كاكړ په استوګنه د هغه فرزند او د كورنۍ نورو كسانو سره غمرازي وكړه۔ هغه د شهيد عبد الحكيم كاكړ عدالتي خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ د شهيد د كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يو۔ مرستيال چيئرمېن سېدال خان ناصر د ډزو په نتيجه كښی د شهيد شوي ځائي هوټل مالك هاشم نورزئي استوګنې ته هم لاړو چرته چې هغه د ارواښاد فرزاندانو او كورنۍ سره غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔











