د قومي اسمبلۍ غړي ملك اېم اقبال چنړ د جنازې لمونځ ادا كړے شو

لاهور۔1اګست(اے پی پی)  د پنجاب اسمبلۍ د لنډ مهاله سپيكر ملك ظهير اقبال چنړ د پلار او د قومي اسمبلۍ غړي ملك اېم اقبال چنړ د جنازې لمونځ د خالي په ورځ په بهاولپور سټېډيم كښې ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې د پنجاب لنډ مهاله ګورنر ملک اېم احمد خاں، وزیر مملکت ملک رشید احمد خاں او  وزیر مملکت عبد الرحمن کانجو په شمول اعلی حكومتي شخصياتو ٬ …

لاهور۔1اګست(اے پی پی)  د پنجاب اسمبلۍ د لنډ مهاله سپيكر ملك ظهير اقبال چنړ د پلار او د قومي اسمبلۍ غړي ملك اېم اقبال چنړ د جنازې لمونځ د خالي په ورځ په بهاولپور سټېډيم كښې ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې د پنجاب لنډ مهاله ګورنر ملک اېم احمد خاں، وزیر مملکت ملک رشید احمد خاں او  وزیر مملکت عبد الرحمن کانجو په شمول اعلی حكومتي شخصياتو ٬ د قامي اسمبلۍ غړو ٬ سماجي او سياسي لارښودو ٬ سركاري افسرانو ٬ د سول سوسائټۍ استازو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ وروستو د پنجاب لنډ مهال ګورنر ملك اېم احمد خان لنډمهاله سپيكر ملك ظهيراقبال سره د پلار په مړينه غمرازي وكړه۔ ده ووئيل د ارواښاد ملك اېم اقبال چنړ سياسي ٬ پارليماني او اولسي خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔