سينيټر ايمل ولي خان بلوچستان د سورينج سيمې د سكرو درنګ په پښه د غم دړد  څرګندونه

  پېښور 31 جولائي (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ(اے اين پي)مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د بلوچستان سورينج د سكرو درنګ په پېښه د غم دړد څرګندونې كولو سره وئېلي دي  پېښه كښې د 34 قيمتي ځانونو زيان  غم جنه او زړه دړدونكې لمحه ده۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل په شهيدو شوو خواري كښو كښې د زياتره تعلق د خېبرپښتونخوا ضلعو سوات او شانګله څخه …

 

پېښور 31 جولائي (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ(اے اين پي)مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د بلوچستان سورينج د سكرو درنګ په پېښه د غم دړد څرګندونې كولو سره وئېلي دي  پېښه كښې د 34 قيمتي ځانونو زيان  غم جنه او زړه دړدونكې لمحه ده۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل په شهيدو شوو خواري كښو كښې د زياتره تعلق د خېبرپښتونخوا ضلعو سوات او شانګله څخه دے٬عوامي نېشنل پارټي په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك ده ۔دا يوازې د متاثره كورنيو نه بلكې د ټولې خېبرښتونخوا اولس شريك درد دے۔ده ووئيل  عوامي نېشنل پارټي به ځپلې كورنۍ په هېڅ صورت  يوازې نه پرې ږدي او په هره كچه به د دوي  حقونو٬ډاډ ګېرنې او انصاف لپاره خپل غږ پورته كوي۔ده په پېښه كښې د شهيدو شوو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔

مزید خبریں