د سورینج سكرو درنګ  پیښه : د حق رسېلو  کان کښندونكو  كورنيو لپاره د  پېنځه لكهه روپو مرستې اعلان

  کوئټه ۔ 31 جولائي  (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلیٰ د اطلاعات او سیاسي چارو خاص مرستيال  شاهد رند وئېلي دي سورینج كښې د سكرو  درنګ خفګاني پیښه كښې د حق رسېلو  كان كښندونكو كورنيو لپاره وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي سړي سر د پينځه لاكهه روپو  مرستې اعلان كړے دے ۔شاهد رند ووئېل د حق رسېدلو مړي د هغوي خپلو كليو  ته  په عزت سره رسولو لپاره ټول ضروري …

 

کوئټه ۔ 31 جولائي  (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلیٰ د اطلاعات او سیاسي چارو خاص مرستيال  شاهد رند وئېلي دي سورینج كښې د سكرو  درنګ خفګاني پیښه كښې د حق رسېلو  كان كښندونكو كورنيو لپاره وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي سړي سر د پينځه لاكهه روپو  مرستې اعلان كړے دے ۔شاهد رند ووئېل د حق رسېدلو مړي د هغوي خپلو كليو  ته  په عزت سره رسولو لپاره ټول ضروري انتظامات مکمل شوي دي ٬ دغسې چې ځپلو كورنيو ته هر  ممکن سهولت وركړے شي   ۔ ده ووئېل مائنز اینډ منرلز محكمې ، پي ډي ایم اے، ریسکیو 1122 او د نورو  اړوندو ادارو ډلو د پیښې  په ځائے د مکمل مستعدۍ سره سره د ژغورنې او مرستې خلو ځلو كښې بوختې دي او  ټولې ادارې د شرېكې  رابطې  د لارې  د صورتحال مسلسل نګراني كوي  ۔د  وزیراعلیٰ مرستيال ووئېل د بلوچستان حکومت په دې خفګاني پیښه دغم جنو كورنيو په غم كښې برابر شریک دے او د ځپلو كورنيو  ته به هر ممکن  مرسته او سهولت وركولې شي ۔ ده ووئېل وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګتي اړوند چارواكو ته امر كړے چې د مرستې په هلو ځلو كښې كومه بې غوري ونه كړئ او  د ځپلو كورنيو سمدستي مرسته باوري كړئ

مزید خبریں