كوئټه31 جولائي (اے پي پي)د بلوچستن وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي خضدار ضلع كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو په ضد په كامياب استخباراتي آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د ځواكونو په وخت او موثره كاروائۍ يوه لويه د ترهه ګرۍ منصوبه ناكامه كولو سره يو شمېره قيمتي انساني ځانونه محفوظ كړل ۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې …
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د بلوچستان وزيراعلٰی سرفراز بګټي

مزید خبریں
كوئټه31 جولائي (اے پي پي)د بلوچستن وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي خضدار ضلع كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو په ضد په كامياب استخباراتي آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د ځواكونو په وخت او موثره كاروائۍ يوه لويه د ترهه ګرۍ منصوبه ناكامه كولو سره يو شمېره قيمتي انساني ځانونه محفوظ كړل ۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې وزيراعلٰی ووئيل امنيتي ځواكونو په پيشه وره ډول د چاودېدنكو توكو څخه ډك دوه ګاډي كوم چې د ځانمرګي بريدونو لپاره جوړ كړي شوي وو٬په وخت په نخښه كولو سره تباه كړي او د هغې چلونكې د هند په سرپرستۍ كښې كار كوونكي څلور ترهه ګر يې ګرتار كړي۔ دا كاميابي د ځواكونو د اعلٰی پيشه وره صلاحيت٬مستعدي او قامي سلامتيا لپاره د غېر متزلزل عزم ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د هېواد دښمنه عناصرو لپاره پاكستان٬په خاص توګه بلوچستان كښې هېڅ ځائے نشته۔










