د بارانونو او چركونو  اندېښنې تر مخه د ناران سیف الملوک روډ د هر ډول ټریفک لپاره  بند کړے  شو

  مانسھرہ۔ 31 جولائي (اے پي پي) د ناران  په سيمه د  شديد بارانونو  او چركونو اندېښنې تر مخه ناران سیف الملوک روډ د هر ډول ټریفک لپاره تر بل  حکم بند کړے شوے دے ۔ د ډپټي کمشنر مانسهرہ دفتر نه د  جاري کړې اعلامیه تر مخه  د ناران په سيمه د متوقع شدید بارانونو او چركونو  اندېښنې تر مخه د ناران جھیل سیف الملوک روډ د هر ډول …

 

مانسھرہ۔ 31 جولائي (اے پي پي) د ناران  په سيمه د  شديد بارانونو  او چركونو اندېښنې تر مخه ناران سیف الملوک روډ د هر ډول ټریفک لپاره تر بل  حکم بند کړے شوے دے ۔ د ډپټي کمشنر مانسهرہ دفتر نه د  جاري کړې اعلامیه تر مخه  د ناران په سيمه د متوقع شدید بارانونو او چركونو  اندېښنې تر مخه د ناران جھیل سیف الملوک روډ د هر ډول ټریفک لپاره تر بل حکم بند کړے شوے دے ۔اعلامیه كښې وئېلې شوي دي د موسمیات محكمې پیشګوئی او نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي او د پي ډي ایم اے سفارشات په رڼا كښې دا پرېكړه د اولس د ځان او مال  تحفظ لپاره شوې ده  ۔ضلعې انتظامیه وګړو او سېلګرو ته هدایت کړے دے جې د غیر ضروري سفر نه ډډه وكړي او صورتحال تر معمول راتللو د انتظامیه په جاري کړو هدایات عمل وكړي ۔

مزید خبریں