حېدرآباد۔ 31 جولائی (اے پی پی) د سندھ وزیراعلیٰ سندھ سید مراد علی شاہ د جمعې په ورځ بھټ شاہ ته ورسېد چرته چې هغه د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ 283م كلن عرس مبارك د پايې دستوره كښې ګډون وكړو۔ د سندھ وزیراعلیٰ د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ په مزار حاضري وكړه ٬ فاتحه خواني يۍ وكړه ٬ څادر يۍ پرې خپور كړو او د قام پرمختګ ٬ سوكالۍ …
د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه د حضرت شاه عبد اللطيف بھټائي 283 م كلن عرس مبارك د پايې دستوره كښې ګډون

مزید خبریں
حېدرآباد۔ 31 جولائی (اے پی پی) د سندھ وزیراعلیٰ سندھ سید مراد علی شاہ د جمعې په ورځ بھټ شاہ ته ورسېد چرته چې هغه د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ 283م كلن عرس مبارك د پايې دستوره كښې ګډون وكړو۔ د سندھ وزیراعلیٰ د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ په مزار حاضري وكړه ٬ فاتحه خواني يۍ وكړه ٬ څادر يۍ پرې خپور كړو او د قام پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ امن او استحكام لپاره يۍ خصوصي دعا وكړه۔ دې څخه وړاندې وزيراعلی د مزار په احاطه كښې وزېټرز بك كښې خپل تاثرات قلمبند كرل او مستحقو مېرمنو ته يۍ جوړې او ډالۍ وركړې۔ په دې موقع صوبائي وزير سید ناصر شاہ، د كلتور صوبائي وزير سید ذوالفقار علی شاہ، صوبائی وزیر محبوب الزمان ، د صوبائي اسمبلۍ غړې قاسم سراج سومرو، ډویژنل کمشنر حېدرآباد فیاض حسین عباسي او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې وزيراعلی ووئيل د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ په عرس كښې ګډون ما لپاره سعادت دے۔ ده ووئيل سندھ د صوفيائے كرامو او اوليائے كرامو خاوره ده كوم ځائے څخه چې تل د مينې ٬ ورورولۍ ٬ روادارۍ او انسانيت پېغام ترلاسه شوے۔ ده ووئيل حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ د خپلې شاعرۍ د لارې امن ، ورورولۍ او اعلی بشري اقدارو ته وده وركړه او د هغه پېغام نن هم انسان تلپاره د لارې مشال دے۔ د كشمير په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداری د كشمير اولس حقونو لپاره بشپړ غږ پورته كوي۔ ده ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو څخه تر آصف علي زرداري او موجوده مشرتابه په هر قامي او نړيوال فورم د كشمير مقدمه په مؤثر ډول پورته كړې ده او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق اصولي ملاتړ يۍ روان ساتلے دے










