د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي په مشرۍ كښې د پي اېس اېل انتظاميې او فرنچائز مالكانو غونډه ٬ د پي اېس اېل په راروان سيزن د خيالاتو څرګندونه

لاهور۔31جولائی(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوي په مشرۍ كښې د پاكستان سپر ليګ (پي اېس اېل) انتظامیې او فرنچائز مالكانو مهمه غونډه د جمعې په ورځ وشوه په كومه كښې چې د پی اېس اېل راروان سيزن په چمتو والي نيولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې پي اېس اېل 12 لپاره د ونډو ٬ پلېئنګ کنډیشنز، ډائرېکټ سائننګز او د لوبغاړو ریټېنشنز …

لاهور۔31جولائی(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوي په مشرۍ كښې د پاكستان سپر ليګ (پي اېس اېل) انتظامیې او فرنچائز مالكانو مهمه غونډه د جمعې په ورځ وشوه په كومه كښې چې د پی اېس اېل راروان سيزن په چمتو والي نيولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې پي اېس اېل 12 لپاره د ونډو ٬ پلېئنګ کنډیشنز، ډائرېکټ سائننګز او د لوبغاړو ریټېنشنز سره د اړوندو چارو جاج واغستلے شو۔ ګډون كوونكو ته ووئيل شول په دې چارو به زر تر زره وركشاپس وكړے شي دغسې چې د راروان سيزن چمتوالي ته حتمي شكل وركړے شي۔ په دې مهال د پی اېس ایل 11 په 44 مېچونو كښې د كركټ د معيار او انتظامي چارو جاج واغستلے شو۔ غونډه كښې ګډون كوونكو په سختو حالاتو كښې د ليګ كاميابۍ سره په كولو د محسن نقوي او د هغه د ډلې كاركردګي وستائېله۔ د پي سي بي وياند له مخې د پي اېس اېل ګورننګ كونسل مهمه غونډه به د اګست په وروستۍ اونۍ كښې كيږي۔ په غونډه كښې د پي اېس اېل چيف اېګزېكټو آفيسر سلمان نصير ٬ د پي سي بي چيف فنانشل آفيسر جاوېد مرتضی ٬ د پي اېس اېل ډائرېكټر عثمان واهله او نورو چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں