پېښور ۔ 31 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د پېښور تاريخي مالګې منډۍ بازار كښې د جېمز ماركيټ دوره وكړه چرته چې هغه د آل پاکستان کمرشل اېکسپورټرز اېسوسي اېشن عهدېدارو او استازو سره ملاقات وكړو او د قیمتی كاڼو صنعت ته د پېښو مسئلو او چېلنجونو په اړه يۍ معلومات ترلاسه كړل۔ د ګورنر هاؤس پیښور وياند له مخې په دې موقع …
د ګورنر فېصل كريم كنډي د نمك منډۍ كښې د جېمز ماركيټ دوره ٬ صنعت ته د پېښو مسئلو په اړه يۍ معلومات ترلاسه كړل

مزید خبریں
پېښور ۔ 31 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د پېښور تاريخي مالګې منډۍ بازار كښې د جېمز ماركيټ دوره وكړه چرته چې هغه د آل پاکستان کمرشل اېکسپورټرز اېسوسي اېشن عهدېدارو او استازو سره ملاقات وكړو او د قیمتی كاڼو صنعت ته د پېښو مسئلو او چېلنجونو په اړه يۍ معلومات ترلاسه كړل۔ د ګورنر هاؤس پیښور وياند له مخې په دې موقع د اېسوسي اېشن چيئرمېن افتخار احمد، سرپرستِ اعلیٰ حاجی معمور خان او نورو استازي هم ګورنر سره وو۔ د اېسوسی اېشن چیئرمین افتخار احمد ګورنر ته بريفنګ كښې ووئيل د پېښور مالګې منډي په نړيواله كچه د كاڼو د تجارت يو مهم مركز دے بياهم دلته د جېم اسټونز ټېسټنګ ، تصدیق، کټنګ او پالشنګ عصري آسانۍ نشته۔ ده د حكومت د نوي جېم اسټونز پالېسۍ او دې څانګې ته د صنعت درجې وركولو پرېكړه خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د تېرو لس كلونو په مهال په خېبر پښتونخوا كښې د قيمتي كاڼو كوم لوي نړيوال نندارتون نه دے شوے۔ له دې كبله په پېښور كښې نړيوالې جېمز ایکسپو كولو ته زياته اړتيا ده۔ ده ووئيل د مالګې منډۍ په تنګو كوڅو كښې نزدې 5 زره دكانونه دي ، د بېلو انتظامي او تجارتي مسئلو د لاسه كاروباري هلې ځلې اغېزمنې كيږي۔ ګورنر آل پاکستان کمرشل اېکسپورټرز اېسوسی اېشن ته باور وركړو چې د قیمتی كاڼو صنعت سره اړوندې ټولې جائز مسئلې به اړوندو چارواكو او وفاقي حكومت سره په بشپړ ډول پورته كولې شي۔ ده د اېسوسی اېشن عهدیدارو ته دا باور هم وركړو چې د ټېكسونو ، جېمز سټی جوړولو ، ډرائی پورټ او نورو پالېسي چارو په شمول صنعت ته پېښی ټولې مسئلې به په اړوندو فورمونو په مؤثر ډول پورته كولې شي دغسې چې د دې تلپاتې او عملي حل باوري كړے شي









