لاهور۔30جولائی (اے پی پی) د پاكستان هاكي فېډرېشن وياند له مخې د پاکستان انډر 21 هاکۍ ډلې خپله غېر ملكي دوره په زړه پورې ډول پېل كولو سره د 5 مېچونو سيريز په اولنۍ مبارزه كښې د عمان سينئر قامي لوبډلې ته 2-0 سره ماتې وركړې ده۔ وياند ووئيل مقابله په سخت موسمي حالاتو كښې وكړې شوه۔ د لوبې په مهال درجه حرارت 40 ډګړي سېنټي ګرېډ ؤ او …
پاكسان انډر 21 هاكي ډلې د 5 مېچونو سيريز وړومبۍ مبارزه كښې عمان ته ماتې وركړه
لاهور۔30جولائی (اے پی پی) د پاكستان هاكي فېډرېشن وياند له مخې د پاکستان انډر 21 هاکۍ ډلې خپله غېر ملكي دوره په زړه پورې ډول پېل كولو سره د 5 مېچونو سيريز په اولنۍ مبارزه كښې د عمان سينئر قامي لوبډلې ته 2-0 سره ماتې وركړې ده۔ وياند ووئيل مقابله په سخت موسمي حالاتو كښې وكړې شوه۔ د لوبې په مهال درجه حرارت 40 ډګړي سېنټي ګرېډ ؤ او د زيات حبس د لاسه دا تر 45 ډګري سېنټي ګرېډ محسوسولې شو۔ وياند ووئيل د ناوړه حالاتو باوجود د پاكستان انډر 21 لوبغاړو غوره فټنس٬ نظم وضبط او د ټيم ورك څرګندونه وكړه۔ د سینئر نړيوالې ډلې په ضد دا كاميابي به د ځوانانو باور زيات كړے او د به د راروانو مقابلو لپاره مهم ګام ثابت شي









