میډرډ۔21جولائي(اے پي پي)د سپین فټ بال ډلې میډرډ كښې د اوپن ټاپ بس پریډ په مهال نزدې 20 لاکھه شائقین په زړه پورې كلے وكړو او په پلازا ډي سیبیلس د دويم نړيوال کپ ګتلو خوشحالي يې ونمانځله۔ په نیو جرسي كښې شوي 23 م فیفا ورلډ کپ په فائنل میچ كښې ارجنټائن ته په اضافي وخت كښې د 0-1 په حساب ماتې وركولو نه پس میډرډ ته په …
د فټ بال نړيوال جام په ګټلو د سپېن 20 لاکھه مداحوانو مېډرډ كښې جشن ونمانځلو

مزید خبریں
میډرډ۔21جولائي(اے پي پي)د سپین فټ بال ډلې میډرډ كښې د اوپن ټاپ بس پریډ په مهال نزدې 20 لاکھه شائقین په زړه پورې كلے وكړو او په پلازا ډي سیبیلس د دويم نړيوال کپ ګتلو خوشحالي يې ونمانځله۔ په نیو جرسي كښې شوي 23 م فیفا ورلډ کپ په فائنل میچ كښې ارجنټائن ته په اضافي وخت كښې د 0-1 په حساب ماتې وركولو نه پس میډرډ ته په رسېدو د ډلې بادشاہ فلپ ششم او وزیراعظم پیډرو سانچیز په سرکاري توګه هر كلے وكړو ، د كوم نه پس چې لوبغاړو مونکلوا پیلس څخه په بس كښې مزل پېل كړو چرته چې د سړکونو دواړو اړخو ته د 18 لاکھه نه زيات مداح موجود وو ۔ د شپې 10 بجو نه بس پلازا ډي سیبیلس ته ورسېد چرته چې نور 1 لاکھ 20 زره شائقین د څو ساعتو نه منتظر وو ۔ د سختې ګرمۍ باوجود لوبغاړو وار په وار د نړيوال كپ ټرافي پورته كړه او د خپلو مداحانو سره يې نغمې ووئېلې ، دغسې دفاعي لوبغاړي مارک کُکوریا د ډھول په وهلو شائقین محظوظ کړل ۔ خو د خوشحالو په دې ماحول يوې افسوسناکې پیښې هم خپل سېورے خپور كړو۔ سیوداد رودریګو كښې د جشن په مهال د يوې فوارې غورځېدو څخه 13 كلنه مداح مړ شوے ؤ ٬ دغسې بارسلونا كښې د شوې هلې ګولې په مهال پولیس 3 كسان ګرفتار کړل او نزدې 30 كسانو ته طبي مرسته وركړې شوه۔











