نیویارک۔20جولائی (اے پي پي) د سپین ډیفینډر پیدرو پوررو وئېلي دي ما په فائنل مېچ كښې د ارجنټائن خلاف په 0-1 بريا تر لاسه كولو كښې په مرسته كولو د خپل نيكه سره كړې وعدہ پورا کړه ۔ د شنهوا تر مخه د دې فتح سره سپین په دويم ځل د نړيوال كپ تاج پخبل سر كړے دے ۔ د میچ په اضافي وخت كښې په 106 منټه كښې …
پیدرو پوررو د خپل نيكه سره كړې وعدہ پورا کړه ، سپین د فټ بال نړيوال كپ وګټلو
نیویارک۔20جولائی (اے پي پي) د سپین ډیفینډر پیدرو پوررو وئېلي دي ما په فائنل مېچ كښې د ارجنټائن خلاف په 0-1 بريا تر لاسه كولو كښې په مرسته كولو د خپل نيكه سره كړې وعدہ پورا کړه ۔ د شنهوا تر مخه د دې فتح سره سپین په دويم ځل د نړيوال كپ تاج پخبل سر كړے دے ۔ د میچ په اضافي وخت كښې په 106 منټه كښې سبسټټیوټ لوبغاړي فیران ټوریس بال نیټ ته په رسولو ګول وكړو، د كوم لپاره چې نکو ولیمز د پوررو د کراس هیډر د لارې بال د ګول په لوري ورويسشتے ؤ ۔ د كوم له امله چې سپین د كال 2010 نه پس خپل وړومبے نړيوال ټائټل وګټلو ۔ د ټوټنهام د رائټ بیک لپاره دا لمحه ډېره ذاتي او د جذباتي نوعیت ؤه ۔ پوررو ووئېل څه ورځې وړاندې د هغه نيكه هغه ته وئبلي وو چې بچيه ټرافي كور ته راوړه ، او نن هغه د خپل نيكه وئېلي ټيكې رښتيا كړل ۔ هغه ووئېل زه خپل نيكه ته د فون كولو لپاره بے تابه يم ځكه چې زه په دې کامیابۍ ډېر خوښحاله يم۔ 26 كلن لوبغاړي تسلیم کړه چې زه لا تر اوسه دا لويه کامیابي په بشپړه ډول نه محسوسوم او هغه د وړومبي منټ نه د خپلو مرستيالو مننه وكړه ۔ د سپین نه بهر پریمیئر لیګ كښې د لوبېدو له امله په قامي ډله كښې خپل ځائے مستحکمولو لپاره هغه ته ډېره خواري ورپغاړه وه ، خو دې کامیابۍ هغه له د كلونو د خاموشه محنت صله وركړه ۔ پوررو ټول قام ته د اتحاد پیغام وركولو سره ووئېل دا کامیابي يوازې په مېدان كښې د ولاړو 11 لوبغاړو نه بلکې د هغه 26 لوبغاړو هم ده ۔ هغه هيله ولرله چې ګرد سپین به دويم ستورے كور ته په راوړولو وياړ محسوس كړي۔











