اسلام آباد۔20جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سپېن ته په فيفا ورلډ كپ 2026 كښې په زړه پورې كاميابۍ د زړه له كومي مباركي وركولو سره ووئيل د سپېن قومي فټبال ډلې ټول ټورنامنټ كښې د غېر معمولي مهارت او نظم وضبط څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه د امريكا صدر ډونلډ ټرمپ او امريكي اولس ته د فيفا ورلډ كپ …
وزيراعظم شهباز شريف سپېن ته فيفا ورلډ كپ كښې په زړه پورې كاميابۍ مباركي وركړه
اسلام آباد۔20جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سپېن ته په فيفا ورلډ كپ 2026 كښې په زړه پورې كاميابۍ د زړه له كومي مباركي وركولو سره ووئيل د سپېن قومي فټبال ډلې ټول ټورنامنټ كښې د غېر معمولي مهارت او نظم وضبط څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه د امريكا صدر ډونلډ ټرمپ او امريكي اولس ته د فيفا ورلډ كپ كاميابۍ سره په تابيا كولو او په غوره كوربتوب مباركي وركوم۔ده د مېكسيكو او كاناډا حكومتونو او اولس ته هم د فيفا ورلډ كپ شريك كوربتوب كښې په مثالي همكارۍ او غوره انتظاماتو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل يوارې بيا فيفا ورلډ كپ مونږ ته دا خبره په ګوته كړه چې لوبه يوه نړيواله ژبه ده كومه چې له پولو لرې انسانيت يو بل سره تړي۔ ده دعا وكړه چې د ملګرتيا ٬ اتحاد او متقابل احترام دا جذبه دې د ورلډ كپ له وروستۍ سيټۍ نه پس هم د نړۍ لارښودنه وكړي۔










