لاهور۔17جولائی(اے پی پی) پاکستانی قومی ټېسټ لوبډلې د وېسټ انډيز خلاف د راروان ټېسټ سيريز تياريانو په لړ كښی د ټرېنیډاډ اېنډ ټوباګو په کوئینز پارک کرکټ کلب كښې بشپړ پرېكټس سېشن وكړو۔ د پي سي بي وياند له مخې د تربيتي سېشن په مهال لوبغاړو د بېټنګ او بالنګ نېټ پرېكټس كښې برخه واخسته او خپل صلاحيتونه لا ښه كولو ته يۍ پاملرنه وكړه۔ د هېډ کوچ سرفراز …
د پاكستان قومي كركټ ټېسټ ډلې پرېكټس سېشن وكړو: د پي سي بي وياند

مزید خبریں
لاهور۔17جولائی(اے پی پی) پاکستانی قومی ټېسټ لوبډلې د وېسټ انډيز خلاف د راروان ټېسټ سيريز تياريانو په لړ كښی د ټرېنیډاډ اېنډ ټوباګو په کوئینز پارک کرکټ کلب كښې بشپړ پرېكټس سېشن وكړو۔ د پي سي بي وياند له مخې د تربيتي سېشن په مهال لوبغاړو د بېټنګ او بالنګ نېټ پرېكټس كښې برخه واخسته او خپل صلاحيتونه لا ښه كولو ته يۍ پاملرنه وكړه۔ د هېډ کوچ سرفراز احمد او بېټنګ كوچ اسد شفيق په نګرانۍ كښې بېټرز د بېټنګ سېشن په مهال په خپلو تكنيكي خامو كار وكړو او په دې قابو موندلو له يۍ مشقونه وكړل۔ د بالنګ كوچ عمر ګل په نګرۍ بالرانو د بالنګ مشق وكړو۔ ټیم انتظامیه هيله لري چې دا تياري به په سيريز كښې غوره كاركردګي ښودلو كښې مرستياله ثابت شي









