د خېبر پښتونخوا حكومت په چترال كښې د پولو 12 مېدانونو جوړولو او د بحالۍ منصوبه

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت په بره او كوز چترال كښې د تاريخي شندور پولو ګراؤنډ پشمول د پولو 12 مېدانونو جوړولو او بحالۍ په اړه د دوه اربه روپو د سېلګرۍ او كلتوري ورثې منصوبې منظوري وركړې ده۔  ويلتھ پاکستان ته ترلاسه د سرکاري دستاويزات له مخې د دې منصوبې مقصد د چترال مهم  كلتوري او تاريخي روايات كښې د شاملې پولو لوبې تحفظ …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت په بره او كوز چترال كښې د تاريخي شندور پولو ګراؤنډ پشمول د پولو 12 مېدانونو جوړولو او بحالۍ په اړه د دوه اربه روپو د سېلګرۍ او كلتوري ورثې منصوبې منظوري وركړې ده۔  ويلتھ پاکستان ته ترلاسه د سرکاري دستاويزات له مخې د دې منصوبې مقصد د چترال مهم  كلتوري او تاريخي روايات كښې د شاملې پولو لوبې تحفظ او دې ته وده وركول دي٬ دې سره سره په لوبو اډانه سېلګرۍ ته وده وركول او د ځائي آبادۍ لپاره د آمدن نوي موقعې راپېدا كول هم د دې منصوبې په مهمو مقاصدو كښې شامل دي٬ د دستاويزات له مخې شندور پولو فيسټيول د منطقې د سېلګرۍ په غوره ايونټس كښې شمېرلې كېږي٬ دا مېله  په شندور ټاپ د چترال سکاؤټس، ضلعي انتظاميه، پوليس او د ګلګت بلتستان حکومت په مرسته كېږي٬ د دې فيسټيول په مهال ټرانسپورټ، استوګنه، خوراك، عارضي اسټالز او د ځائي تجارت پشمول د سېلګرۍ بېلو هلو ځلو څخه په كوز او بره چترال كښې ځائي آبادۍ ته د لكهونو روپو آمدن ترلاسه كېږي۔ د دستاويزات له مخې په منطقه كښې په نورو مهمو كلتوري او د سېلګرۍ د مېلو هم ذكر شوے دے، چې پكښې شندور پولو فيسټيول، پري شندور پولو ټورنامنټ، قاقلشټ فيسټيول، بروغل فيسټيول، کھټ فيسټيول، چلم جوشي فيسټيول، اُوچال سمر فيسټيول او چويموس ونټر فيسټيول شامل دي

مزید خبریں