پېنډۍ ۔11جولائی(اے پی پی) پاکستان کرکټ لوبډلې د وېسټ انډيز دورې تياريانو په لړ كښې په راولپنډي كركټ سټېډيم كښې د روان پري سيريز ټرېننګ كېمپ په درېمه ورځ هم د بشپړ پرېكټس لړۍ روانه وساتله۔ د پي سي بي له مخې د خالي په ورځ كېدونكي سېشن څخه وړاندې د قامي لوبډلې كوچز په لوبغاړو فيلډنګ ډرلز وكړل دغسې چې د فيلډنګ معيار لا ښه كړې شي۔ وروستو د …
د پاكستان كركټ لوبډلې د وېسټ انډيز دورې تياريانو په لړ كښی ټرېننګ كېمپ جاري
پېنډۍ ۔11جولائی(اے پی پی) پاکستان کرکټ لوبډلې د وېسټ انډيز دورې تياريانو په لړ كښې په راولپنډي كركټ سټېډيم كښې د روان پري سيريز ټرېننګ كېمپ په درېمه ورځ هم د بشپړ پرېكټس لړۍ روانه وساتله۔ د پي سي بي له مخې د خالي په ورځ كېدونكي سېشن څخه وړاندې د قامي لوبډلې كوچز په لوبغاړو فيلډنګ ډرلز وكړل دغسې چې د فيلډنګ معيار لا ښه كړې شي۔ وروستو د باؤلنګ او بيا د بېټنګ پرېكټس وكړے شو۔ د شېډول له مخې پاكستان ټېسټ سكواډ به په 13 جولائي اسلام آباد څخه وېسټ انډيز ته روانيږي۔ د وېسټ انډيز دورې په مهال به پاكستانۍ لوبډله 18 څخه تر 21 جولائي څلور ورځنې پرېكټس مېچ كوي۔ دې څخه وروستو به د جولائي 25 مې څخه د اګست تر 10 مې نېټې په برائن لارا كركټ اكېډمي ټوروبا او كوئينز پارك اوول پورټ آف سپېن كښې دوه ټېسټ مېچونه كولې شي۔










