اټلانټا۔8 جولائي (اے پي پي) دفاعي چېمپيئن ارجنټائن د قيفا ورلډ كپ 2026 په پرې ګوارټر فائنل راونډ كښې د ډېرې زړه پورې مقابلې نه پس مصر ته په 2۔3 ماتې وركولو سره كوارټر فائنل كښې ځانله ځائے جوړ كړو۔ كرسچن روميرو ٬ كپتان ليونل ميسي او اينزو فرنانډېز يو يو ګولو كولو سره خپلې ډلې له فتح وركړه۔ د مصر د اړخه ياسر ابراهيم او مصطفې زيكو يو …
فيفا ورلډ كپ 2026 ٬ ارجنټائن په ټاپ 16 كښې د په زړه پورې مقابلې نه پس مصر ته په 2۔3 ماتې وركړه
اټلانټا۔8 جولائي (اے پي پي) دفاعي چېمپيئن ارجنټائن د قيفا ورلډ كپ 2026 په پرې ګوارټر فائنل راونډ كښې د ډېرې زړه پورې مقابلې نه پس مصر ته په 2۔3 ماتې وركولو سره كوارټر فائنل كښې ځانله ځائے جوړ كړو۔ كرسچن روميرو ٬ كپتان ليونل ميسي او اينزو فرنانډېز يو يو ګولو كولو سره خپلې ډلې له فتح وركړه۔ د مصر د اړخه ياسر ابراهيم او مصطفې زيكو يو يو ګول سكور وكړو۔ د اي ايس پي اين تر مخه د امرېكې په اټلانټا ښار كښې شوي د راونډ 16 مېچ كښې ټورنامنټ كښې په وړومبي ځل ګدون كونكې د مصر ډلې د جرآت منده لوبې په كولو د مېچ په وړومبو 15 منټه كښې د ياسر ابراهيم د هېدر ګول له امله بر لاسے تر لاسه كړو ۔ د مېچ په 19 منټه ارجنټائن ته پنالټي كك وركړے شو خو نامتو لوبغاړي ليسي د مصر ګول كيپر په وړاندې ناكامه راغلو او د هغه هټ ايسار كړے شو۔ په بل هاف كښې په 67 منټه د مصر مصطفې زيكو په كاونټر اټېك ګولو كولو د خپل ډلې بر لاسے 0۔2 ته ورسوو٬ د كوم نه پس چې ارجنټائن سره د خپلې ماتې فكر شو ۔ خو ارجنټائن د مېچ رخ داسې بدل كړو چې وړومېے ګول كرسپين روميرو وكړو بيا لينل ميسي د ډي باكس دننه د سختې مقابلې نه پس په ګول كولو مېچ د 2۔2 په حساب يو برابر كړو ۔دغسې د مېچ په اضافي وخت كښې (اسټاپچ ټائم) كښې اينزو فرنانډېز په كاونټر اټېك پرېكنده ګول كولو سره د ارجنټائن په فتح ټاپه اوهله۔ واضحه دې وي چې كواتر فائنل كښې د ارجنټائن مقابله به اوس د سوئټزر لېنډ يا د كولمبيا سره وي۔








