د وېسټ انډيز او انګلېنډ دورې لپاره قامي ټېسټ سكواډ اعلان ٬ بابر اعظم كپتان غوره كړے شو

لاهور۔5جولائی(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ د وېسټ انډیز او انګلېنډ دورې لپاره قامي ټېسټ سكواډ اعلان كړے دے۔ د لاهور په قذافي سټېډيم كښی پرېس كنفرنس كښې د سېلېكشن كمېټۍ غړي عاقب جاوېد اسد شفيق او پخواني كپتان مصباح الحق سره اسكواډ اعلان كړو۔ بابر اعظم دواړو ټېسټ سيريز لپاره د قومي لوبډلې كپتان غوره كړے شوے دے۔ د وېسټ انډيز په ضد په دوه ټېسټ مېچونو مشتمل سېريز …

لاهور۔5جولائی(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ د وېسټ انډیز او انګلېنډ دورې لپاره قامي ټېسټ سكواډ اعلان كړے دے۔ د لاهور په قذافي سټېډيم كښی پرېس كنفرنس كښې د سېلېكشن كمېټۍ غړي عاقب جاوېد اسد شفيق او پخواني كپتان مصباح الحق سره اسكواډ اعلان كړو۔ بابر اعظم دواړو ټېسټ سيريز لپاره د قومي لوبډلې كپتان غوره كړے شوے دے۔ د وېسټ انډيز په ضد په دوه ټېسټ مېچونو مشتمل سېريز له 16 كسيزه او د انګلېنډ په ضد د درې ټېسټ مېچونو سيريز له 17 كسيزه اسكواډ اعلان كړؤ شوے دے۔ د وېسټ انډيز خلاف 16 كسيزه سكواډ كښې بابر اعظم (کپتان)، عامر جمال، اے فضل، علی عثمان، اذان اویس، امام الحق، خرم شهزاد، اېم عباس، اېم علی، اېم رضوان (وکټ کیپر)، اېم اویس ظفر، غازی غوری (وکټ کیپر)، ساجد خان، سلمان علی آغا، شان مسعود او عبید شاہ شامل دے۔ پاكستان به د وېسټ انډيز خلاف اولنی ټېسټ مېچ 25 څخه تر 29 جولائی برائن لارا کرکټ اکېډمی، ټرابا او دويم به 2 اګست څخه تر 6 اګست په كوئنز پارك اوول پورف اسپېن كښې كوي۔ دې څخه وروستو به پاكستانۍ لوبډلې ډله انګلېنډ ته ځي چرته به چې د كوربه لوبډلې خلاف د درې ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ اولنی مېچ به 19 څخه تر 23  اګست ليډز ٬ دويم  27 څخه تر31  اګست لارډز او درېم مېچ به 9 څخه تر 13 ستمبر برمنګھم كښې كولې شي۔