ڼورنټو ۔3 جوږائي (اے پي پي) د فټ بال د نړۍ نامتو لوبغاړي او د پرتګال كپتان كرسټينا رونالډو په ښه لوبه كولو د پرتګال ډله د ورلډ كپ 2026 پرې كواټر فائنل ته ورسېده۔ د شنهوا تر مخه پرتګال په كاناډا كښې شوي د راونډ آف 32 په يوه زړه پورې مقابله كښې كروشيا ته د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركړه ۔د پرتګال كپتان كرسټينا …
د كرسټينا رونالډو په ګول كولو پرتګال كروشيا ته ماتې وركولو سره د ورلډ كپ پرې كوارټر فائنل ته ورسېد
ڼورنټو ۔3 جوږائي (اے پي پي) د فټ بال د نړۍ نامتو لوبغاړي او د پرتګال كپتان كرسټينا رونالډو په ښه لوبه كولو د پرتګال ډله د ورلډ كپ 2026 پرې كواټر فائنل ته ورسېده۔ د شنهوا تر مخه پرتګال په كاناډا كښې شوي د راونډ آف 32 په يوه زړه پورې مقابله كښې كروشيا ته د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركړه ۔د پرتګال كپتان كرسټينا رونالډو او متبادل لوبغاړي كونسا لوراموس د يو يو ګول په كولو خپلې ډلې ته بريا وركړه۔ دواړه ډلې پخپل خپل ګروپس كښې په دويم لمبر وې او د ورلډ كپ په تاريخ كښې دا د دوي وړومبے مېچ ؤ ٬ په مېدان كښې د 41 كلنه رونالډو او د 40 كلنه لوكا موډرچ موجودګي دا ورلډ كپ د تاريخ وړومبۍ موقع وه چې د 40 كالو نه زيات لوبغاړي د يو بل خلاف لوبېدل۔ د مېچ په وړومبي هاف كښې د پرتګال فشار برقرار ؤ او په څلورم منټ كښې ورته د ګول كولو موقع تر لاسه شوه خو د برونوفرنېنډس هڅو او د كروشيا ګول كيپر ډومينك ليوا كووچ دغه ناكامه كړه۔دغسې كروشيا په 53 منټه كښې د ايوان پير لېسچ د ګول كولو له امله وړرمبے والے تر لاسه كړو ٬ كروشيا څه وخت پس بل ګول هم وكړو خو د آف سائيډ لا امله تسليم نه كړے شو۔ د پرتګال كپتان هغه وخت مېچ يو برابر كړو كله چې ريناټوويګا باندې په ډي ايريا كښې فاول وشو او رونالډو پنالټي په كاميابۍ سره په ګول بدله كړه۔ دغسې د مېچ په وروستو لمحو كښې ګونسالو راموس د ښه هېډر د لارې ګول وكړو او پرتګال له يې فتح وركړه۔











