پېښور 30 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د کوهاټ ډويژن پرمختيائي منصوبو، امن و امان، د ګورننس او سروس ډيليوري جاج واخستلے شو۔ د وزيراعلٰې هاٶس وياند له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې سهېل افريدي ووئيل د بجټ منظورۍ نه پس نن څخه په ډويژنل كچه د جاج اغستو غونډو سلسله …
د وزيراعليٰ سهېل افريدې په مشرۍ كښې غونډه٬ د کوهاټ ډويژن پرمختيائي منصوبو، امن و امان، د ګورننس او سروس ډيليوري جاج واخستلے شو

مزید خبریں
پېښور 30 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د کوهاټ ډويژن پرمختيائي منصوبو، امن و امان، د ګورننس او سروس ډيليوري جاج واخستلے شو۔ د وزيراعلٰې هاٶس وياند له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې سهېل افريدي ووئيل د بجټ منظورۍ نه پس نن څخه په ډويژنل كچه د جاج اغستو غونډو سلسله به پېل شي ۔ ده ووئيل پرمختيائي كارونه او په سروس ډيليوري پريزنټيشن پورا نه دے، د اولس فيډ بيك مثبت او د اطمينان وړ پكار دے۔ ده ووئيل په سوئيلي ضلعو كښې د امن و امان صورتحال د خاص پام متقاضي دے٬ د حالاتو مقابله كول دي، نوې مالي كال به د امن او سوكالۍ وي۔ وزيراعليٰ ووئيل په نوې بجټ كښې د ترجيحات له مخې پوليس، صحت او تعليم لپاره زيات فنډز بېل كړے شوي٬ په سوئيلي ضلعو كښې د پوليس نفرۍ په زياتولو هم غور كوٶ۔ ده امر وكړو چې اولس سره مسلسل رابطه اوساتۍ٬ د افسر شاهي خاتمه وكړئ او دفترې د اولسي خدمت لپاره بېرته اوساتۍ










