واشنګټن۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ يو وارې بيا ادعا وكړه چې ايران كومې لوظ نامې ته رسېدل غواړي٬ د بي بي سي تر مخه د رېپبلكن د سېنېټ كانديد مائيكل وهټلي د انتخابي كمپائن په لړ كښې ګېسټونيا كښې خپل خطاب كښې صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل زه هيله لرم چې مونږ د جنګ خاتمې ته نزدې يو٬ هغه لوظ نامه كول غواړي ٬ …
ايران لوظ نامه كول غواړي٬ د جنګ خاتمه نزدې ده ٬ د امرېكې صدر
واشنګټن۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ يو وارې بيا ادعا وكړه چې ايران كومې لوظ نامې ته رسېدل غواړي٬ د بي بي سي تر مخه د رېپبلكن د سېنېټ كانديد مائيكل وهټلي د انتخابي كمپائن په لړ كښې ګېسټونيا كښې خپل خطاب كښې صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل زه هيله لرم چې مونږ د جنګ خاتمې ته نزدې يو٬ هغه لوظ نامه كول غواړي ٬ اوس ګورو چې وړاندې څه كېږي ۔ د امرېكې صدر د تېرو څو مياشتو نه دا موقف بيا بيا خپلوي چې ايران د خبرو او ممكنه لوظنامې خوښي لري ٬ خو په دې مهال د امرېكې او ايران تر مينځه شوې ګڼې رابطې او خبرې اترې كومې مستقل لوظ نامې ته ونه رسېدې٬ دغسې دواړه هېوادونه د يو بل خلاف پوځي كاروائۍ هم كوي۔ بل پلو د جنګ او آبنائے هرمز كښې د تاو تريخوالي له امله تېل او د نورو څيزونو په ګرانېدو د امريكي ووټرانو اندیښنه زياتېږي ۔ په نومبر كښې د كېدونكو مينځڼۍ مودې ټاكنو نه وړاندې دا صورتحال د ګڼو رېپبلكن كانديدانو لپاره سياسي چېلنچ چوړ شوے دے ۔ د مبصرېن تر مخه د زياتېدونكې معاشي فشار او اولسي خدشات د ټرمپ انتظاميه په اولسي كچه د ايران سره د خبرو اترو مرستې او د جنګ د خاتمې خبرو ته آماده كړې ده۔











