د مينځني ختيز شخړو څخه  يهودي او عيسائي راوبط ځپلې شوي دي٬ پوپ ليو

  ويټيكن سټي۔ 17 ستمبر(اے پي پي) پوپ ليو وئېلي دي  په مينځني ختيز كښې اوسنې شخړې د يهودو او عيسايانو تر مينځه  د روابط لپاره ازمېښت ګرځېدلې دي٬  د العربيه تر مخه هغه ووئېل  د روان تشدد په اړه د مختلف نظر لرونكو څخه په مكالمه فشار خو راغلے دے خو دا منقطع شوې نه ده  ۔  د بېن المذاهب  مكالمې لپاره  د كيتهولك چرچ  د تېرو 60 كالو  …

 

ويټيكن سټي۔ 17 ستمبر(اے پي پي) پوپ ليو وئېلي دي  په مينځني ختيز كښې اوسنې شخړې د يهودو او عيسايانو تر مينځه  د روابط لپاره ازمېښت ګرځېدلې دي٬  د العربيه تر مخه هغه ووئېل  د روان تشدد په اړه د مختلف نظر لرونكو څخه په مكالمه فشار خو راغلے دے خو دا منقطع شوې نه ده  ۔  د بېن المذاهب  مكالمې لپاره  د كيتهولك چرچ  د تېرو 60 كالو  هلو ځلو په لړ كښې جاري كړي  يو نوي فرمان كښې پوپ د يهودو دښمني او د اسلام  د دښمنۍ غندنې  كولو په اړه  د چرچ د موقف پخلے وكړو۔ د ويټيكن  د دريو اعلې دفترونو  جوړ  كړي او د پوپ ليو په منظورۍ  جاري فرمان كښې وئېلې شوي دي  په مينځني ختيز  كښې د تېرو كلونو په مهال  پېل شوو شخړو   په يهودي او مسيحي مكالمه خپل اثرات مرتب كړې دي۔ هغه ووئېل د مواصلت ګڼې زرائعې تاو جنې شوي  دي خو د دغې باوجود  د شريكو هڅو د لارې  په 60 كاله موده كښې د جوړې شوې مكالمې ستنې  هغسې په مضبوطيا ولاړې دي  او په دې بنيادونو د پېشرفت روان ساتل ممكن هم دے۔ دا فرمان د چرچ  د 1965 هغه دستاوېز په سالګره  جاري كړے شوے  كوم چې د يهودو او مسيحانو  د پیړيو تاو ترخوالے د كمولو  سهرا ګڼلې كېږي۔