د پاکستان كركټ لوبډله به د 13 مې جولائي څخه د ويسټ انډيز په دوره ځي۔ د پي سي بي وياند

لاهور 29 جون (اے پي پي) د پاکستان قامي كركټ لوبډله به په 13 مه جولائي د ويسټ انډيز په دوره اسلام آباد څخه روانېږي٬ چرته چې به قامي ډله د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كښې برخه اخلي۔ د پي سي بي وياند له مخې قامي ريډ بال سکواډ به د  8 مې جولائي څخه په اسلام آباد كښې راغونډېږي او د هيډ كوچ سرفراز احمد په نګرانۍ كښې به …

لاهور 29 جون (اے پي پي) د پاکستان قامي كركټ لوبډله به په 13 مه جولائي د ويسټ انډيز په دوره اسلام آباد څخه روانېږي٬ چرته چې به قامي ډله د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كښې برخه اخلي۔ د پي سي بي وياند له مخې قامي ريډ بال سکواډ به د  8 مې جولائي څخه په اسلام آباد كښې راغونډېږي او د هيډ كوچ سرفراز احمد په نګرانۍ كښې به د دورې چمتوالې پېل كوي۔ د پي سي بي وياند له مخې  پاکستان کرکټ بورډ به د ويسټ انډيز او انګلينډ مسلسل ټيسټ دورو لپاره د 17 كسيزه سكواډ اعلان كوي دغسې چې دواړو ډلو لپاره يوه ډله چمتو كړې شي ۔ د ويسټ انډيز په ضد وړومبے ټېسټ مېچ به په 25 جولائي او دوېم او آخري ټېسټ مېچ به په دوه اګست  پېل كېږي۔ او دغې نه وروستو به قامي ډله انګلېنډ ته ځي چرته چې به د درېو ټېسټ مېچونو سيريز 19 اګست څخه پېل كېږي۔

مزید خبریں